د کابل او اسلام‌آباد کړکېچ؛ نوی ډیلی د پاکستان وروستي اقدامات د یرغلیز چلند بېلګه بولي

وروسته له هغې چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ تاوتریخوالی تر یوه بریده کم شوی و، پاکستاني پوځ وروستیو کې یو ځل بیا د افغانستان پر بېلابېلو سیمو هوایي بریدونه وکړل او دې چارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ کچه بیاځلي لوړه کړې ده.

د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځ وروستیو هوایي بریدونو ته هند هم سخت غبرګون ښودلی او دا بریدونه یې په کلکه غندلي دي. نوي ډیلي ویلي، چې دا ډول اقدامات د پاکستان د واکمن جوړښت د تهاجمي چلند بله بېلګه ده؛ هغه چلند چې د یوه خپلواک او حاکمیت لرونکي افغانستان له مفکورې سره په ټکر کې دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندهیر جیسوال، ټینګار کړی چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید بشپړ درناوی وشي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې: «هند د پاکستان هغه هوايي بریدونه غندي چې د افغانستان په خاوره کې ترسره شوي او د څو ملکي وګړو د وژل کېدو او د ملکي بنسټونو د ویجاړېدو لامل شوي دي. دا اقدام د پاکستان د واکمن جوړښت د تهاجمي چلند بله بېلګه ده چې لا هم د یوه خپلواک او حاکمیت لرونکي افغانستان له مفکورې سره مخالفت کوي. هند یو ځل بیا ټینګار کوي چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا باید په بشپړ ډول درناوی وشي.»

بل لور ته، د چین له لوري د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اوربند د ټینګښت لپاره د هڅو په دوام، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند یو ځل بیا ټینګار کړی چې بېجینګ هیله لري افغانستان او پاکستان تاوتریخوالی کم کړي، زغم وښيي او خپل اختلافات د مستقیمو خبرو اترو له لارې حل کړي.

مطالب بیشتر:  شنوونکي؛ پاکستان د افغانستان پر وړاندې رواني جګړه پیل کړې

د سیاسي چارو شنونکی حمیدالله مفید په دې اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «پاکستان چې اوس له سوله‌ییز حل او خبرو اترو څخه مخ اړولی دی، باید خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي، له تېري لاس واخلي او ستونزې د مذاکراتو له لارې حل کړي.»

بل‌خوا، د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د نښتو په درېیمه اونۍ، د افغانستان د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت اعلان کړی چې د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د غچ اخیستونکو بریدونو په پایله کې په خوست ولایت کې د پاکستاني پوځ څلور سرتېري وژل شوي دي. همداراز په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني پوځ یوه پوسته د اسلامي امارت د ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.

د سیاسي چارو شنونکی توریالي ځاځی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د افغانستان خلک او د افغانستان نظام حق لري چې د پاکستان پر وړاندې قاطع دریځ ونیسي، څو دا هېواد نور ونه شي کولای د افغانستان پر وړاندې خپل دښمنانه اقداماتو ته دوام ورکړي.»

په ورته وخت کې، د چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د اقداماتو په اړه د اسلامي هېوادونو او نړیوالو بنسټونو چوپتیا د اندېښنې وړ ده. د دوی په وینا، نړیواله ټولنه باید روښانه دریځ غوره او په سیمه کې د ناامنۍ او ترهګرۍ د دوام د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري:«نړۍ باید راویښه شي او د هغه تروریزم پر وړاندې دریځ ونیسي چې د یوه هېواد په نوم په دې سیمه کې رامنځته شوی دی. له بده مرغه، هغه هېواد چې پاکستان نومېږي او پخوا د انګرېزانو له لوري په دې سیمه کې رامنځته شوی، له پیله تر نن پورې زیاتره د ترهګرۍ، وېرې او د ترهګرو د پټنځای په توګه پېژندل شوی دی.»

مطالب بیشتر:  د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو له لوري د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اوربند هرکلی

د ویلو ده چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د روانو کړکېچونو په دوام، د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت مخکې ویلي وو، چې د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د اسلامي امارت ځواکونو له لوري ۱۴ پاکستان پوځیان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *