د کابل او اسلام‌آباد ترینګلتیاوې؛ اردوغان: ترکیه چمتو ده د دواړو لورو ترمنځ منځګړیتوب وکړي

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د روانو شخړو په لړ کې ، د ترکیې د ولسمشرۍ د اړیکو دفتر د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره د رجب طیب اردوغان د تلیفوني خبرو خبر ورکړی دی . په دې ټیلیفوني اړیکه کې د سیمه ییز ثبات پر پیاوړتیا او د تاوتریخوالي پر کمولو تمرکز شوی . د خبرو پر مهال، اردوغان یو ځل بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د بیا ټینګېدو  لپاره د انقره پر هڅو ټینګار کړی ، هغه اوربند  کوم چې پخوا د ترکیې په منځګړیتوب را منځ ته شوی وو .

د ترکیې د ولسمشرۍ د اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې: «ترکيه به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند په بیا را منځ ته کولو کې رول ولوبوي.»

د سیاسي چارو شنونکی ، سید عبادالله صادق، افاق  خبري اژانس ته په دې اړه ویلي،«وس یې وخت راغلی چې د سیمې هېوادونه، د ترکیې، عربي دولتونو، روسیې او چین په ګډون، سیاسي ګام پورته کړي او د منځګړیتوب له لارې د جګړې پای ته رسولو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ رامنځته کولو لپاره لاره هواره کړي. دا ډول اقدام باید د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو تر څارنې لاندې ترسره شي.»

خو په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي  استازي زلمي خلیلزاد په اکس  کې ویلي چې د نوموړي  په اند د پاکستان خلک د خپل حکومت له پالیسیو ملاتړ نه کوي. خلیلزاد دا هم په ټینګار سره ویلي  چې په دغه هېواد کې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن پراخېږي.

مطالب بیشتر:  د اسلام آباد غوښتنه؛ د اندېښنو هواري او اړیکو پیاوړتیا په موخه دې کابل سره دوامداره خبرې وشي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي په دې اړه زیاته کړې: «زه باور نه لرم چې د پاکستان خلک د یاد  هېواد د حکومت د هغو پالیسیو ملاتړ کوي چې د افغان ملکي وګړو د وژل کېدو لامل شوې. ایا د خلکو او حکومت ترمنځ واټن پراخېږي؟ زما په اند، هو.»

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ زیاتوي: «د افغانانو پر وړاندې د پاکستاني قوماندانانو او چارواکو له خوا پیل شوي جګړې د ښځو، ماشومانو او ملکي وګړو د وژل کېدو لامل شوه. دا جګړه د متحده ایالاتو له خوا تمویل او منظوري شوې ده، او موخه یې د افغانستان د پوځي اډو نیول دي .»

خو یو شمېر سیاسي شنونکي، د افغانستان پر خاوره د پاکستان د بې اساسه بریدونو ته په اشارې سره چې ډیری یې ملکي وګړي په نښه کړي دي، وايي چې پاکستان باید د افغانانو پر وړاندې د خپلو کړنو ځواب ویونکی وي. دوی ټینګار کوي چې دا هېواد باید د خپلو کړنو له امله د رامنځته شویو زیانونو جبران وکړي او دوه اړخیزې اړیکې د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ بیا ورغوي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزي، د دوو هېوادونو ترمنځ  نښتو ته په اشارې وايي: «پاکستان باید د افغان ولس او د پښتنو او بلوڅو سیمو په وړاندې د خپلو کړنو مسؤلیت ومني. باید له افغان ولس څخه بخښنه وغواړي، د خپلو کړنو له امله د رامنځته شویو زیانونو جبران یې وکړي، او له افغانستان سره خپلې اړیکې د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ بیا ورغوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت او د پاکستان د پوځ ترمنځ نښتو پیل شوي، او ډېرو هېوادونو او سازمانونو، لکه قطر، سعودي عربستان، ازبکستان، ایران، ملګري ملتونه، اروپايي ټولنه او څو نورو، غبرګون ښودلی او له دواړو خواوو یې د زغم غوښتنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *