د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ ۴۸ ساعته اوربند؛ آیا د اوربند غځېدو امکان شته؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره له برید او د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له څلور ورځنیو شدیدو نښتو وروسته، دواړو لورو د ۴۸ ساعتونو لپاره پر اوربند هوکړه کړې ده. د اسلامي امارت چارواکي وایي، چې اوربند پاکستاني لوري په پرله‌پسې غوښتنه شوی، خو پاکستان بیا ټینګار کوي، چې اوربند د کابل په غوښتنه ټینګ شوی دی.

د اسلامي امارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د پاکستاني اړخ په غوښتنه او اصرار به نن ماښام له ۵ نیمو بجو څخه وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اوربند پلی شي. اسلامي امارت هم خپلو ټولو ځواکونه ته هدایت کوي چې وروسته له ۵ نیمو بجو څخه تر هغه وخته چې چا تجاوز نه وي کړی اوربند مراعات کړي.»

د نړۍوالو چارو شنونکی واحد فقیري آفاق خبري آژانس سره د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وضعیت په اړه وایي: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ وضعیت بدلېدونکی دی؛ هره شېبه بدلون کوي او اټکل یې ډېر ستونزمن دی. خو له نښو نښانو داسې ښکاري چې دواړه خواوې به په پای کې سولې ته غاړه ږدي او د اوربند یوه بڼه به ومني، ځکه په جګړه کې هېڅ خیر نشته او د هغې دوام یوازې د لا زیات ویجاړي او تاوان لامل ګرځي.»

په همدې حال، افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د ملکي وګړو ساتنې او هغوی ته د تلفاتو اوښتو مخنیوي غوښتنه کړې ده. د یونما په خبره، په دې نښتو کې سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د یوناما د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «په دې نښتو کې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۷ تنو ژوند بایللی او ۳۴۶ نور ټپیان شوي او همداراز په پکتیکا، پکتیا، کونړ او هلمند ولایتونو کې لږ تر لږه یوه کس ژوند بایللی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی آفاق خبري آژانس سره په دې اړه وایي: «د دغو جنايتونو عاملين هغه جنايتکاران دي چې له پاکستانه راپاڅېدلي دي او د هغوی تر شا انګریزان ولاړ دی. انګریزانو پاکستان د خپلو سياسي موخو د ترلاسه کولو لپاره رامنځته کړ، څو د افغانستان د ويجاړۍ سبب شي. موږ ټول د پاکستان دا جنايتونه په خپلو سترګو ليدلي دي. له بلې خوا، د لويو نړيوالو قدرتونو تېری او لاس‌وهنه په افغانستان کې د پاکستان او د نړۍ د نورو هېوادونو له‌خوا د دغو جنايتونو د رامنځته کېدو او دوام تر ټولو ستر عامل بلل کېږي.»

په ورته وخت کې یوې سرچینې آفاق خبري آژانس ته ویلي، چې د اوربند له اعلان وروسته، پاکستان ځواکونو تېره شپه د کندهار پر سپین بولدک او پکتیا ډنډپټان ولسوالیو هاوان توغولي، چې په دې توګه یې نه یوازې اوربند نقض کړی، بلکې یوه کس ژوند بایللی او څو نور ټپیان شوي هم دي.

له دې اوربند څو ساعته وروسته، د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اوربند کمزوری او ماتېدونکی وباله. خو د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان بیا د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ ترینګلتیاوې د اندېښنې وړ بللې او ټینګار یې کړی، چې اختلافات باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف د اوربند په اړه زیاته کړې: «پاکستان په افغانستان کې ۴۸ ساعته اوربند ټینګ کړی، زه شک لرم چې دا اوربند دې دوام ولري، که زموږ پر هېواد جګړه وتپل شي، ځواب ورکول د پاکستان حق دی.»

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان عمران خان بیا په دې اړه ویلي: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو زیاتوالی د اندېښنې وړ دی. د دوو ګاونډیو مسلمانو هېوادونو ترمنځ جګړه د هېچا په ګټه نه ده. غوره به وي چې اختلافات د مذاکرې له لارې حل شي.»

د نړۍوالو چارو شنونکی بلال فاطمي آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «پاکستان تل دوه‌مخې او منافقانه تګلاره غوره کړې ده. په ظاهره د يووالي او همکارۍ څېره ښيي، خو په واقعيت کې پاک او رښتینی نه دی. پاکستان نه يوازې د افغانستان پر وړاندې، بلکې د هند، ايران او نورو هېوادونو په اړه هم دوه‌مخې پاليسۍ لري. له بلې خوا، د امريکا، چين او نورو سترو قدرتونو پر وړاندې کله د غلام او کله د بادار رول لوبوي.»

په ورته وخت کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو خواوو یې غوښتي، چې ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کړي. ښاغلي پزشکیان زیاته کړې: «ایران به د دوو وروڼو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیاوو کابو کولو او خبرو اترو پراختیا لپاره له ټولو ظرفیتونو کار واخلي.»

د سیاسي چارو شنونکی‎ اختر محمد راسخ بیا په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «پاکستان او د دوی استخباراتي اداره هڅه کوي چې په مستقیم ډول د افغانستان پوځي اشغال عملي کړي، چې دا کار د نړيوالو قوانينو او د هېوادونو ترمنځ د اړيکو د اصولو څرګند نقض دی. دا ګاونډی هېواد تل د افغانستان په کورنيو چارو کې او ان د افغانستان اړوندو نړيوالو مسایلو کې هم لاس‌وهنه کوي. پاکستان په دوامداره توګه د افغانستان پر وړاندې خطرناکې پرېکړې تر لاس لاندې لري.»

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان پر خاوره د پاکستان یرغل په کلکه غندلی او دا یې د نړۍوالو اصولو ښکاره نقض بللی دی. ښاغلي کرزي پر خپله ایکس پاڼه زیاته کړې: «د پاکستان خیر په دې کې دی، چې له یرغل لاس واخلي او پر خپلو پالیسیو بیاکتنه وکړي، افغانستان سره د ګاونډیتوب او نړۍوالو موازینو په رڼا کې دوستانه او متمدنې اړیکې ولري.»

له دې سره هم‌مهاله، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر سره لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې بشري وضعیت اغېزمنوي او همداراز راستنېدونکي له ستونزو سره مخامخ کوي. د ویلو ده، چې تېره شپه د کندهار پر سپین بولدک ولسوالۍ د پاکستان په هوایي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ژوند بایللی او تر ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *