پر کابل، کندهار او پکتیا د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته، د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت وایي، چې هوایي ځواکونو نن غرمه شاوخوا یوولس بجې، د پاکستان په اسلامآباد کې فیضآباد ښار ته نیږدې نظامي کمپ، نوښار کې د پوځ کینټ، جمرود پوځي کالوني، او ایبټ آباد کې هوايي بریدونه ترسره کړي دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دغه هوايي عملیات په بریالۍ توګه ترسره شوي او په خبره یې، په دې بریدونو کې د پاکستاني پوځ مهم نظامي ځایونه، مراکز او تأسیسات په نښه شوي دي.
پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستاني پوځ له هوایي بریدونو پنځه ورځې وروسته، تېره شپه ۸:۰۰ بجې افغان ځواکونو په یوه کمساري اقدام کې د فرضي کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوځیانو غچاخیستونکي بریدونه پیل کړل؛ هغه بریدونه چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ یې د مخامخ ټکر نوې صحنه رامنځته او شاوخوا څلور ساعته یې دوام وکړ.
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت وایي، چې دا غچاخیستونکي بریدونه د فرضي کرښې په اوږدو کې په پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې پیل شول.
د رسمي معلوماتو له مخې، په دې عملیاتو کې ۵۵ پاکستانی سرتېري وژل شوي، د دوو سترو اډو په ګډون ۱۹ پوستې له منځه وړې او له څلورو پوستو خپله پاکستاني پوځیان شاتګ ته اړ شوي دي. همداراز لسګونه سپکې او درنې وسلې او مهمات ترلاسه شوي، یو ټانک ویجاړ او یو د سرتېرو د لېږد موټر د اسلامي امارت ځواکونو لاس ته لوېدلی دی.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو نښتو کې د اسلامي امارت ۱۳ سرتېرو ژوند بایللی او ۲۲ نور ټپیان شوي دي. سربېره پر دې، پر ننګرهار د راکېټي برید له امله ۱۳ ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.
د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اسلامي امارت د غچاخیستونکو عملیاتو پایلې:
د عملیاتو نېټه
- د روژې ۹مه، ۱۴۴۷ هـ.ق | د کب ۷مه، ۱۴۰۴
- د شپې له ۸:۰۰ تر ۱۲:۰۰ بجو
د عملیاتو ځایونه:
- پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، کونړ او نورستان
پوځي پایلې:
- ۵۵ پاکستانی سرتېري وژل شوي
- ۲ سترې اډې او ۱۹ پوستې له منځه وړل شوې
- له ۴ نورو پوستو پاکستاني ځواکونه شاتګ ته اړ شوي
- لسګونه میله سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې
- د پاکستاني لوري یو ټانګ ویجاړ او د سرتېرو د لېږد یو موټر ترلاسه شوی
د اسلامي امارت تلفات:
- ۸ سرتېرو ژوند بایللی
- ۱۱ ټپیان شوي
- ۱۳ ملکي وګړي په ننګرهار کې ټپیان شوي
وروسته له هغه چې د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د غچاخیستونکو عملیات پای اعلان کړ، پاکستاني پوځ پر کابل، کندهار او پکتیا هوايي بریدونه پیل کړل. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف دغه نښتې له «افغانستان سره ښکاره جګړه» وبلله. د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر عطاءالله طرار ادعا وکړه چې په دغو بریدونو کې د اسلامي امارت ۱۳۳ سرتېري وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان دي. همداراز د پاکستان د لومړي وزیر ویاند ادعا وکړه، چې د اسلامي امارت ۲۷ پوستې ویجاړې شوې او ۹ نورې نیول شوې دي.
پر کابل کندهار او پکتیا د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د دغو بریدونو پخلی وکړ او زیاته یې کړه، چې دا بریدونه مرګژوبله نه لري. هغه هممهاله په کندهار او هلمند ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو پر ضد د پراخو عملیاتو د بیا پیل خبر هم ورکړ.
د یادونې وړ ده چې پر کابل، کندهار او پکتیا د پاکستان هوايي بریدونو پراخ نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. روسیې او ایران له دواړو خواوو د زغم غوښتنه کړې او د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړی، چې د نښتو دوام کولی شي په سیمه کې بشري ناورین نازک او د کډوالۍ تازه څپې ته لار هواره کړي.
