آفاق خبري آژانس؛ کابل: افغانستان یو ځل بیا د سیمې د هېوادونو د پاملرنې په مرکز بدل شوی او په همدې لړ کې تهران راتلونکې اونۍ د یوې مهمې ناستې کوربهتوب کوي، چې د افغانستان په بدلونونو کې د اغېز لرونکو هېوادونو پر استازو سربېره به، د څو ګاونډیو هېوادونو استازي هم په دې ناسته کې ګډون ولري. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې دا ناسته د افغانستان د وروستیو بدلونونو او همداراز د سیمې هېوادونو ترمنځ د ثبات ټینګښت، د ترینګلتیاوو کمښت او همپالنې په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ په موخه جوړېږي.
په ورته وخت کې، پاکستان کې د روسیې سفیر هم د کابل او اسلامآباد ترمنځ د ترینګلتیاوو زیاتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې مسکو دواړه هېوادونه د اختلافاتو حل لپاره ډیپلوماټیکو لارو ته رابولي. هغه زیاته کړې، چې ترهګري د روسیې لپاره جدي ګواښ دی او په خبره یې، مسکو چمتو دی د دواړو لورویو ترمنځ د ستونزو هواري په موخه منځګړیتوب وکړي. د سیاسي چارو شنونکی سید جواد سجادي د دې ناستې په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «سیمهییزې او نړیوالې ناستې د افغانستان لپاره ګټورې دي او کولای شي د دې هېواد د کړکېچنو او ستونزو په حل کې رغنده رول ولوبوي.»
په همدې حال د چارو یو شمېر نور شنونکي بیا د کابل او اسلامآباد ترمنځ په قطر، استانبول او سعودي عربستان کې ناستو ته په اشارې وایي، څو چې دواړه لوري په مستقیم ډول هوکړې ته ونه رسېږي، هېڅ منځګړی نشي کولی اوسنۍ ترینګلتیاوې حل کړي. د نړۍوالو چارو شنونکی ویس ناصري په دې اړه آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «د کابل او اسلاماباد د ترینګلتیاوو کابو کولو لپاره په قطر، استانبول او سعودي عربستان کې ډېری هېوادونو منځګړیتوب وکړ او ایران هم هڅه کوي چې په دې مسئله کې ځان دخیل کړي؛ خو تر هغه چې د قضیې اصلي دواړه لوري، د افغانستان حکومت او پاکستان په مستقیم ډول له یو بل سره خبرې ونه کړي، خپل اختلافات په متقابل ډول ونه مني او یوې هوکړې ته ونه رسېږي، هېڅ ډول منځګړیتوب یا ناسته، هغه که په هر هېواد کې وي، دا ستونزې نشي حلولای.»
د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «ایرانیان ښه پوهېږي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ رامنځته شوې شخړه د سیمې بېثباتۍ لپاره یوه پراخه او هدف لرونکې سناریو ده؛ داسې سناریو چې پاکستان پکې رول لري او د ایران ګټې هم له ګواښ سره مخ کوي. نه یوازې ایران، بلکې د سیمې څو نور هېوادونه هم د دې ترینګلتیاوو له امله له خطر سره مخ کېږي. ایران د خپلو او خپلو ګاونډیانو د ګټو د ګواښ له امله هڅه کوي چې په شفاف ډول عمل ته داخل شي او په دې بهیر کې رغنده او مسوولانه رول ولوبوي.»
د ویلو ده، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د ترینګلتیاوو او نښتو له پیل راهیسې، ترکیې او قطر د منځګړو په توګه ګڼې هڅې وکړې، خو کومه مثبته پایله یې نه درلوده. وروستیو ورځو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیاوو کابولو کولو لپاره ایران او روسیې هم منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی دی.
