د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ ترینګلتیاوې؛ مالیزیا د همکارۍ ټټر وهلی

د افغانستان اسلامي امارت له خوا د رسمیت  پېژندنې لپاره له بحثونو او پرله‌پسې غوښتنو وروسته، د مالیزیا لومړي وزیر اعلان کړی چې هېواد به یې په دې اړه محتاط خو فعال چلند وکړي.

نوموړي د اسلامي امارت له رییس الوزرا سره په خبرو کې، په افغانستان او سیمه کې وروستي پرمختګونه، په ځانګړې توګه د سیاسي ثبات او سیمه‌ییزو اړیکو مسلې باندې بحث او خبرې اترې وکړې.

د مالیزیا لومړي وزیر ټینګار وکړ چې د رسمت پېژندنې پرېکړه باید د عدالت، سیاسي شمولیت، او د افغانانو د بنسټیزو حقونو د درناوي پر اصولو ولاړه وي.

هغه د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اجماع رامنځته کولو کې د اسلامي همکاریو سازمان رول مهم وباله، او زیاته یې کړه چې هغه د یوې پایښت لرونکې حل لارې موندلو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي.

په داسې حال کې چې مالیزیا د اسلامي امارت د په رسمیت پیژندلو په اړه فکر کوي، د روسیې لخوا د افغانستان د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو وروسته، یو ځل بیا د کابل په وړاندې د سیمې د هیوادونو چلند ته پام اړول شوی دی. دا عمل کولی شي د نورو هېوادونو دریځونه هم اغیزمن کړي او د اسلامي امارت سره د تعامل پروسه ګړندۍ کړي. خو ایا دا ممکنه ده چې نور هېوادونه به د روسیې په څیر د افغانستان په وړاندې ورته اقدام وکړي؟

مطالب بیشتر:  اسلام‌آباد کابل ته سفیر را لېږي؛ د اړیکو نوی څپرکی که د بلې لوبې پیلېدل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *