آفاق خبري آژانس؛ کابل: یوه ډیپلوماټیکه سرچینه آفاق خبري آژانس ته وایي، چې تمه ده د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د راتلونکې اونۍ په لړ کې په رسمي سفر پاکستان ته لاړ شي. د دې سرچینې په خبره، د دې سفر موخه له پاکستاني چارواکو سره پر مهمو دوه اړخیزو مسایلو خبرې اترې دي.
سرچینه زیاتوي، چې د دې مذاکراتو اصلي محور سیاسي او اقتصادي موضوعات، پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او ټرانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو پر برابرولو خبرې اترې دي.
خو پوښتنه دا ده، چې اسلامآباد ته د امیر خان متقي سفر څومره کولی شي د دواړو هېوادونو اړیکو ښهوالي، د سیاسي ترینګلتیاوو کمښت او افغان کډوال بحران په حل کې ګټور ثابت شي؟
د نړۍوالو چارو شنونکی ویس ناصري د دې پوښتنې په ځواب کې وایي: «دا لیدنې، اړیکې او مذاکرات چې د دواړو هېوادونو مشرانو، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ ترسره کېږي، کولی شي د دواړو هېوادونو اړیکو ټینګښت، د تفاهم رامنځته کولو، د شکونو او تورونو لرې کولو او همداراز د نږدې همکاریو په برخه کې یو مثبت ګام دی.»
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر بیا د دې سفر په اړه آفاق خبري آژانس ره خبرو کې زیاتوي: «پاکستانیانو نور د تېر په څېر د افغانستان د بېثباتۍ له هڅو لاس اخیستی او دا ځل غواړي، له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې په ښه او رښتیني ډول تنظیم کړي. په دې توګه د ښاغلي متقي سفر باید لاسته راوړنې ولري، البته په دې شرط که پاکستانيان پر خپلو ژمنو عمل وکړي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی اسدالله ندیم بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «پاکستان سره د اوسني حکومت د اړیکو بڼه د هرې ورځې په تېرېدو سره روښانه کېږي. یعنې دا اړیکې په داسې مسیر کې قرار لري، چې ښایي دواړه لوري لا زیات سره نږدې شي. زما په اند دا بهیر هم د افغانستان او هم د پاکستان په ګټه دي؛ ځکه د افغانستان سیاستوالو په تېر کې د پاکستان پر وړاندې محاسباتي تېروتنې کولې، په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان لپاره ارزښت لري، افغانستان هم د پاکستان لپاره ارزښت لري.»
د ویلو ده، چې دا سفر د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاقډار په رسمي بلنه ترسره کېږي. اسحاقډار د اپریل مایشتې په ۱۹مه نېټه کابل ته د یوه ورځني سفر پر مهال له امیر خان متقي ته د اسلامآباد د سفر بلنه ورکړې وه. دا ګام د دواړو هېوادونو ترمځ د ترینګلتیاوو کمښت او اړیکو ښهوالي په پار اوچتېږي.