د ژمي موسم را رسېدل؛ پلازمینه کې د برېښنا د پرچاویو زیاتوالی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ژمي موسم له را رسېدو سره په کابل او ځينې ولایتونو کې د برېښنا پرچاوي زیاته شوې ده.

د کابل ښار ځينې اوسېدونکي د برېښنا له پرله پسې پرې کېدو شکایت کوي او وایي، په ټوله ورځ کې درې تر څلور ساعته برېښنا لري چې د ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره یې بسنه نه کوي.

د پلازمېنې اوسېدونکي د برېښنا شرکت له مسوولینو غواړي چې د پرچاویو د کمښت لپاره اقدام او د دوامداره برېښنا د برابرولو لپاره جدي هڅه وکړي.

د کابل اوسېدونکی صدیق‌الله آفاق خبري آژانس ته وایي: « د شپې برېښنا نشته او د ورځې برېښنا نه لرو، له اسلامي امارته غواړو چې برېښنا ته پاملرنه وکړي.»

د کابل اوسېدونکی محمود خان بیا په دې اړه داسې وایي: « هر کال په ژمي کې د برېښنا پرچاوي زیاتېږي او سږ کال هم همداسې ده. موږ په ۲۴ ساعتونو کې پنځه ساعته برېښنا لرو، خو زموږ بیلونه د پخوا په څېر دي. موږ له اسلامي امارته غواړو چې له کورنیو سرچینو څخه د برېښنا تولید ته پاملرنه وکړي ترڅو موږ خپلې اړتیاوې په کوردننه پوره کړو.»

په ورته مهال، د برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حق‌پرست آفاق خبري آژانس ته وایي چې کابل ښار دمګړۍ ۶۵۰ تر ۷۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې یاد شرکت یوازې ۳۵۰ میګاواټه برېښنا برابرولی شي.

نوموړی، وچکالي د برېښنا د پرچاوۍ ستر لامل ګڼي او زیاتوي چې د اوبو له کمښت سره په سروبي او نغلو بندونو کې هم د برېښنا د تولید کچه کې کموالی راغلی دی.

د برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حق‌پرست آفاق خبري آژانس ته وایي: « موږ په ټول هیواد کې له ۷۰۰ زره ډیر پیرودونکي لرو، چې کیبل یې یوازې له ۶۵۰ څخه تر ۷۰۰ میګاواټه بریښنا ته اړتیا لري، چې له دې څخه دا شرکت یوازې د ۳۵۰ میګاواټه بریښنا رسولو توان لري.»

ښاغلی حق‌پرست د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې وایي، چې په هېواد کې د برېښنا د پرچاوۍ د مخنیوي لپاره یې ځینې اقدمات هم کړي چې له ډلې یې په لوګر، ننګرهار او بلخ کې د برېښنا د ۴۰ میګاواټه پروژو پلي کېدل، سروبي ولسوالۍ کې د ۱۰ میګاواټه او دغه راز هرات کې د ۲.۷۵ میګاواټه بادي برېښنا د پروژو پلي کول یاد کړي دي.

د برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حق‌پرست دغه راز زیاتوي: « موږ د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره هم اړین اقدامات کړي، چې له هغې ډلې لوګر، ننګرهار او بلخ کې د ۴۰ میګاواټه بریښنا پروژو پلي کول، په سروبي ولسوالۍ کې د ۱۰ میګاواټه پروژه، او په هرات کې د ۲.۷۵ میګاواټه بادي بریښنا پروژه ده.»

د یادونې ده چې افغانستان لږ تر لږه ۳ تر ۴ زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو دمګړۍ په ټولو ولایتونو کې یو زرو دوه سوه میګاواټه برېښنا شته چې نه شي کولی د هېوادوالو اړتیا پوره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *