د چین او منځنۍ آسیا سرمشریزه کې افغانستان سره د همکاریو پر پراختیا ټینګار

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د قزاقستان پلازمېنه آستانه کې د چین او مرکزي آسیا دویمه سرمشریزه کې د چین ولسمشر شي‌جېن‌پېنګ ویلي، چې افغانستان کې د سولې، ثبات او پراختیا لپاره ګډو همکاریو ته اړتیا ده. شي جین‌پینګ زیاته کړې، چې افغانستان د سیمې د امنیت او ثبات په ټینګښت کې مهم رول لري او په خبره یې د دغه هېواد د بیارغونې او ظرفیت لوړونې لپاره باید سیمه‌ییزې همکارۍ پراخې شي. د چین ولسمشر زیاته کړې: «افغانستان زموږ نږدې ګاونډی دی. موږ باید همغږي پیاوړې کړو او له دغه هېواد سره د پراختیايي ظرفیتونو په لوړولو کې مرسته وکړو، څو ژر تر ژره افغانستان سولې، ثبات او رغونې ته ورسېږي.»

بل‌خوا، د قرغېزستان ولسمشر هم په دې سرمشریزه کې افغانستان کې د سولې او ثبات پر ارزښت ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د نړۍوالې ټولنې د هڅو ملاتړ کړی دی. صدر جباروف افغانستان د منځنۍ آسیا د امنیت او ثبات لپاره یوه حیاتي څېره بللې ده. د قرغېزستان ولسمشر په خپلو خبرو کې زیاته کړې: «موږ د نړیوالې ټولنې له هغو هڅو ملاتړ کوو چې موخه یې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت دی. افغانستان د سیمې د امنیت لپاره مهم دی او د دغه هېواد ثبات د منځنۍ آسیا د امنیت لپاره حیاتي مسئله ده.»

په ورته وخت کې، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، چې اسلامي امارت په استانه کې د چین او منځنۍ آسیا په دویمه سرمشریزه کې د افغانستان په اړه د چین، ازبکستان، قرغېزستان او نورو هېوادونو د ولسمشرانو د مثبت او رغنده نظرونو هرکلی کوي. حمدالله فطرت  په یوه غږیز پیغام کې ویلي: «اسلامي امارت د چین او قرغېزستان د ولسمشرانو له هغو څرګندونو هرکلی کوي چې د آستانې په سرمشریزه کې د افغانستان په تړاو کړې دي. اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې افغانستان به د سیمې د یوه مهم هېواد په توګه د امنیت، سیمه‌ییز ثبات او اقتصادي وصل په برخو کې اغېزمن او مسؤلانه رول ولوبوي.»

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکی معین‌ګل څمکنی هم دا ډول غونډو کې د افغانستان په اړه مثبت لیدلوي د هېواد په ګټه بولي او په خبره یې، دا چاره کولی شي د افغانستان اړیکې د سیمې له هېوادونو سره لا پراخې کړي. ښاغلي څمکني په دې اړه له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: «دا چې د مرکزي آسیا هېوادونه او چین د افغانستان د مسئلو په اړه غونډې جوړوي، د افغانستان د اهمیت ښکارندويي کوي. چین زموږ ستر ګاونډی او نړیوال قدرت دی او د مرکزي آسیا هېوادونه هم له موږ سره ژورې اړیکې لري. هم چین او هم د مرکزي آسیا هېوادونه دې باور ته رسېدلي چې افغانستان نشي کولی له سیمه‌ییزو پاملرنو بې‌برخې پاتې شي؛ که اقتصادي، که سیاسي او که فرهنګي اړخ ته وګورو. موږ له مرکزي آسیا سره پراخې فرهنګي اړیکې لرو او دا اړیکې کولای شي د سیمې د ثبات او پراختیا لپاره ګټورې وي.»

د ویلو ده، چې وروستیو کې په ډېریو نړۍوالو او سیمه‌ییزو غونډو کې د افغانستان په اړه مثبتې څرګندونې کېږي او واک ته د اسلامي امارت له بیاځلي رسېدو راهیسې، د منځنۍ آسیا د امنیتي او اقتصادي معادلاتو په چوکاټ کې د افغانستان رول لا برجسته شوی دی او وخت ناوخته د سیمې په کچه په هره غونډه کې افغانستان ته بلنه ورکول کېږي. د دې ترڅنګ افغانستان د اقتصاد محوره او بې‌پرې بهرنۍ پالیسۍ په غوره کولو سره، دا مهال د سیمې له بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو او ستر قوتونو، لکه چین او روسیې سره په سیاسي او اقتصادي برخه کې اړیکې پراخې کړې او ان تر دې چې د افغانستان او سیمې یو شمېر هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکې د سفیر کچې ته لوړې شوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد