د چارو سمون په موخه په حکومتي ادارو کې تازه ګومارنې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت مشر د حکم پر بنسټ، په یو شمېر حکومتي ادارو کې تازه ګومارنې شوې دي. د دغه حکم پر بنسټ، ضیاءالرحمان مدني د حج، ارشاد او اوقافو وزارت د مسلکي مرستیال، ګل زرین د کور او ښار جوړولو وزارت مرستیال او محمود شاه زاهد د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د پالیسۍ مرستیال په توګه ګومارل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې د دې حکم له مخې، سید حسن شاه آغا د چارو ادارې د مالي او اداري مرستیال، صلاح‌الدین ایوبي د لوګر والي، قدرت‌الله امینی د کابل والي مرستیال او عبدالحلیم حلیمي د زابل امنیه قومندان په توګه ګومارل شوي دي.

ښاعلي مجاهد آفاق خبري آژانس ته په یوه غږیز پیغام کې زیاتوي: «په یوه حکومت کې ګومارنې یو طبیعي حالت دی او د چارو ښه‌والي په موخه ترسره کېږي. که یو څوک په یوه ځای کې خپل مسوولیت په سمه توګه ادا کړي، د هغه له وړتیاوو په بل ځای کې هم ګټه اخیستل کېږي او همداراز که یو څوک په یوه اداره کې ونه ځلېږي، باید له وړتیاوو یې په بله برخه کې ګټه واخیستل شي.»

د اسلامي امارت د دې حکم پر بنسټ، ملا محمد یونسف مخلص د کورنیو چارو وزارت سلاکار او جمال‌الدین وهاج د بغلان امنیه قومندانۍ د امنیت آمر په توګه ګومارل شوي دي. ښاغلی مجاهد آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي، په حکومتي ادارو کې ادلون بدلون یو طبیعي امر دی او په خبره یې، مثبې پایلې لرلی شي. د هغه په خبره: «په ټوله کې ټاکنې او ادلون بدلون د حکومتولۍ یو عادي بهیر دی او پایله یې مثبته وي او دا ټاکنې خلکو ته د ښه خدمت کولو په موخه کېږي.»

له دې سره هم‌مهاله، د سیاسي چارو شنونکي که څه هم په حکومتي ادارو کې ادلون بدلون یو اصل بولي، خو ټینګار کوي، چې د ګومارنو پر مهال باید وړتیا په پام کې ونیول شي. د سیاسي چارو شنونکی سمیرانگار  آفاق خبري آژانس سره په حکومتي ادارو کې ګومارنو په اړه وایي: «ادلون بدلون د حکومتولۍ یو اصل دی، ځکه دا چاره د شفافیت ټینګښت او د حکومتي نظام د چارو ښه‌والي کې مرسته کوي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی سید عبادالله صادق بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «په حکومتي ادارو او یا له یوه ولایته بل ولایت د مسوولینو ادلون بدلون د حکومتولۍ یو مهم اصل دی. که دا ټاکنې په دې اساس وشي، چې د اسلامي امارت کوم غړي په کومه برخه کې ښه کار کولی شي، دا به غوره کار وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم د اسلامي امارت مشر د حکم پر بنسټ په یوولسو حکومتي ادارو کې تازه ټاکنې وشوې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد