د پېښور جرګه؛ ولسي اراده که پوځي ډرامه؟

د پېښور جرګه؛ ولسي اراده که پوځي ډرامه؟

د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ له څو اونیو جګړو او کړکېچ وروسته، نن پېښور کې د افغانستان او پاکستان ګډه جرګه، چې پکې د دواړو هېوادونو سیاسي مشران، قومي مخور، دیني عالمان او د مدني ټولنې استازي ګډون ولري، جوړېږي. د دې ګډې جرګې د جوړېدو موخه د تاوتریخوالي کمول، د خبرو اترو پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او ثبات لپاره د تګلارې رامنځته کول بلل شوي دي.

په همدې حال، د چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې دا جرګه هغه مهال اغېزمنه کېدای شي چې بشپړ صلاحیت ولري. د دوی په وینا، که د پېښور جرګې ته د پاکستان د پوځ له لوري پوره واک ورکړل شي، کېدای شي مثبتې پایلې ولري؛ خو ټینګار کوي، څو چې په دې جرګه کې د افغانستان استازی ګډون ونه لري او په سیمه کې کړکېچ دوام ولري، نو پر سوله به یې واقعي اغېز کم وي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی د دې ناستې په اړه آفاق خبري اژانس سره خبرو کې زیاتوی: «که دا جرګه د پاکستان د پوځ له لوري بشپړ صلاحیت ولري، ښايي یوې پایلې ته ورسېږي. سره له دې، د فرضي ډیورنډ کرښې دواړو غاړو خلک تل د جرګې غوښتونکي پاتې شوي، خو له بده مرغه تر اوسه د افغانستان استازی په دې ناسته کې حضور نه لري.»

د سیاسي چارو بل شنونکی توریالی ځاځی، آفاق خبري آژانس سره په دې اړه وايي: «کابل کې د پاکستان بمبارۍ د سلګونو کسانو د شهادت لامل شوې. د دې جنایتونو پر وړاندې نړیواله ټولنه چوپه پاتې ده او پاکستان لا هم پر افغانستان فشار او تاوتریخوالی ته دوام ورکوي. د دې وضعیت لامل په افغانستان کې د پاکستان سیاسي موخې دي.»

مطالب بیشتر:  دوحې ته د محمد یعقوب مجاهد سفر؛ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د اسراییل د برید غندنه

د چارو یو شمېر نور شنونکي په دې باور دي، چې دا جرګه د پاکستاني پوځ په فرمایش جوړه شوې، نو ښایي پرېکړه‌لیک یې هم مخکې له مخکې، له پوځ سره په مشوره چمتو شوی وي. د دوی په باور، دا ډول پلان شوې غونډې به نه یوازې دا چې پر ولسي مشرعیت او د جرګې پر ارزښت د خلکو باور کم کړي، بلکې پرېکړې به یې هم کوم اغېز ونه لري او دا ډول ناکامې هڅې به د دودیزې جرګې پر تاریخي مخینه یو تور داغ وي.

دا جرګه په داسې حال کې جوړېږي، چې یوه ورځ وړاندې د پاکستاني پوځ له لوري پر کونړ ولایت د راکېټي بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۹ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله واوښته.‎

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *