د سلواغې ۲۶مه، له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو له ۳۷مې کلیزې سره برابره ده؛ هغه ورځ چې د هېواد په معاصر تاریخ کې یې یوې خونړۍ دورې ته د پای ټکی کېښود. اسلامي امارت په یوه اعلامیه کې، له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو ورځې په مناسبت مبارکي ویلې ده.
په اعلامیه کې راغلي، چې په تېره یوه پېړۍ کې درې ځله خپلواکي د دې ښکارندویي کوي، چې د افغانستان مسلمان خلک د خپل دین د ساتنې او مستقل اوسیدو لپاره کلک هوډ او تعهد لري. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، وایي چې متجاوز جهتونه باید افغانستان کې د جهاد له بریاوو عبرت واخلي او د بیا ځل لپاره زموږ د آزادۍ او حریت په ضد ګام پورته نه کړي.
ذبیحالله مجاهد زیاته کړې: «دا چې د الله جل جلاله په نصرت سره په تېرو سلو کلونو کې درېيم ځل هم افغانستان نوی له اشغال څخه آزاد شوی، څرګندوي چې زموږ مسلمان خلک د خپل دین د ساتنې او مستقل اوسیدو لپاره کلک هوډ او تعهد لري. د تیرو څه باندې سلو کلونو له پرلپسې یرغلونو او په مقابل کې یې د جهاد له کامیابۍ څخه باید په راتلونکي کې متجاوز جهتونه عبرت واخلي او د بیا ځل لپاره زموږ د آزادۍ او حریت په ضد ګام پورته نه کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی په دې اړه وایي: «شوروي پلوه حکومتونه د کودتا له لارې پر افغانستان واکمن شول او د خلکو له رضایت پرته پر هېواد وتپل شول. دغو حکومتونو د شوروي اتحاد په مستقیم ملاتړ، د افغانستان د خلکو پر وړاندې د ځپونکو سیاستونو، ظلم او بېعدالتۍ لړۍ پیل کړه. د دې وضعیت پر وړاندې، د افغانستان خلک راپورته شول او د ټولنې اکثریت د دغو حکومتونو پر ضد ودرېده.»
د ۱۳۵۸ کال د مرغومې په ۶مه، د شوروي اتحاد پوځ، د خلق دموکراتیک ګوند د حکومت ملاتړ لپاره پر افغانستان یرغل وکړ. دغه پوځي مداخله د خلکو له پراخ غبرګون سره مخ شوه او ورپسې په ټول هېواد کې د مقاومت جبهې جوړې شوې.
د نړۍوالو چارو شنونکو په باور، له افغانستانه د شوروي ځواکونو وتل نه یوازې د افغانستان د خلکو او د شوروي اتحاد د تاریخ لپاره یوه برخلیک ټاکونکې پېښه وه، بلکې دا یې هم وښوده چې هېڅ بهرنی ځواک نه شي کولای د تل لپاره په پردۍ خاوره کې پاتې شي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی واحد فقیري په دې اړه وایي: «له افغانستانه د شوروي ځواکونو وتل، نه یوازې د افغانستان د خلکو لپاره، بلکې د روسیې او شوروي اتحاد د تاریخ لپاره هم یوه ډېره مهمه او برخلیک ټاکونکې ورځ ده. دا پېښه موږ ته په ډاګه کوي چې هېڅ بهرنی ځواک نه شي کولای د تل لپاره په پردۍ خاوره کې پاتې شي او په پای کې اړ کېږي چې هغه ځای پرېږدي.»
د نړۍوالو چارو یو شمېر نور شنونکي بیا په دې باور دي، چې له افغانستانه د شوروي ځواکونو په وتلو سره جګړه پایته ونه رسېده او له هغې وروسته هېواد د سیاسي بحرانونو او کورنیو جګړې نوي پړاو ته دننه شو.
د نړۍوالو اړیکو شنونکی بلال فاطمي بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «له بده مرغه، دغه ورځ یوازې د یوه اشغال پای نه و، بلکې د راتلونکو بدمرغیو پیل او د نړۍ د سترو قدرتونو د سیالیو او پلانونو د نوې مرحلې شروع وه. د شوروي اتحاد له ماتې او له افغانستانه د هغه له وتلو وروسته، د امریکا متحده ایالات د یوه ستر نړیوال قدرت په توګه تثبیت شول او خپله تګلاره یې بدله کړه.»
د شوروي اتحاد له خوا د افغانستان اشغال نږدې یوه لسیزه دوام وکړ او دې چارې هېواد له سختو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو سره مخامخ کړ، چې یایلې او اغیزې یې تر ننه محسوسېږي.
بالاخره د افغانستان د خلکو مقاومت، د نړیوالو فشارونو زیاتوالي او د درنو پوځي لګښتونو په نتیجه کې، د پخواني شوروي ځواکونو د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶مه ماتې وخوړه او له افغانستانه ووتل. د شوروي ځواکونو دا ماتې د معاصر تاریخ له تر ټولو سترو ماتو بلل کېږي.
