آفاق خبري آژانس؛ کابل: د شپې شاوخوا ۹:۵۰ بجو، یوې زرورې چاودنې د هېواد پلازمېنې کابل ارامي ماته کړه. د دې چاودنې له غږ څو شېبې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې بېلابېل راپورونه خپارره شول. دا چې د دې چاودنې غږ په ډېرو لرې پرتو سیمو کې واورېدل شو، څو شېبې وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد، د چاودنې غږ تایید کړ او زیاته یې کړه، چې په دې اړه څېړنې روانې دي.
ښاغلي مجاهد مجاهد پر خپله ایکس پاڼه ولیکل:«د کابل په ښار کې د یوې چاودنې غږ اوریدل شوی. خو څوک دې تشویش نه کوي، خیر او خیرت ده، د حادثې پلټنه روانه ده، تر اوسه د کوم زیان په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.»
په ورته وخت کې نړۍوالو رسنیو یوه بله کیسه خپره کړه، ډېریو رسنیو ادعا وکړه چې د برید موخه د پاکستاني طالبانو د مشر نور ولي محسود په نښه کول وو. له دې سره هممهاله، په ټولنیزو رسنیو کې نور ولي محسود ته منسوب یو غږیز پیغام خپور شو. په دې پیغام کې، نورولي محسود دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې دی په خپله خاوره قبایلي سیمو کې حضور لري.
نور ولي محسود ته په منسوب غږیز پیغام کې راغلي: «زه تاسو ته ډاډ درکوم چې زموږ طرف ته خیر او خیر دی، کوم پروپاګند چې خلک په میډیا کوي، دا ټولې بېځایه دي، د موټر واله هم دا نور هم، الحمدالله موږ په خپله خاوره قبایلي سیمو کې ژوند کوو، هېڅ مشکل نشته دی. تاسو خپل جهاد دوام ورکړی، په دې کې زموږ او تاسو د دنیا او آخرت ګټه ده.»
که څه هم د اسلامآباد او کابل چارواکو په تر اوسه د برید موخه نه ده روښانه کړې، خو موضوع لا هم ګونګه ده. په همدې حال کې، د اسلامي امارت دفاع وزارت د پاکستان لهخوا د افغانستان د هوایي حریم نقض په سختو ټکو غندلی او خبرداری یې ورکړی چې له دې وروسته به د وضعیت ترینګلي کېدو مسوولیت د پاکستاني پوځ پر غاړه وي.
د دفاع وزارت د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «یوځل بیا پاکستان د افغانستان هوائي حریم نقض کړ، ډېورند کرښي ته څېرمه دپکتیکا په مرغی ساحه کی یې په یوه ملکی بازار بمبار وکړ او د کابل پلازمیني قلمرو یې هم نقض کړ. دا د افغانستان او پاکستان په تاریخ کې یو بې ساری، له تشدد ډک او کرغېړن اقدام دی. موږ د افغانستان په حریم دا تجاوز په تر ټولو کلکو ټکو غندو او د خپل حریم څخه دفاع زموږ حق ده، له دې اقداماتو وروسته که وضعیت هر څومره ترینګلی کيږي عواقب به يې د پاکستان پوځ ته راجع وي.»
په همدې حال د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، چې په یوه رسمي سفر په هند کې دی، یوې خبري ناستې ته د وینا پر مهال د چاودنې پخلی کړی، خو زیاته کړې یې ده، چې تر اوسه یې د مرګژوبلې په اړه جزیات نه دي ترلاسه کړي. ښاغلي متقي په دې خبري غونډه کې زیاته کړې: «زما د معلوماتو پر بنسټ، کابل کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی، خو نه پوهېږو دا غږ د څه شي و او تر اوسه مو د اوښتو تلفاتو راپور نه دی ترلاسه کړی. په سرحدي سیمو کې هم ځینې بریدونه شوي او موږ یې غندنه کوو. موږ د خبرو او ډیپلوماسۍ دروازې پرانستې دي. هغه هېوادونه چې ستونزې لري، باید دا مسایل د خبرو له لارې حل کړي. زه نه پوهېږم ولې ځینې کسان له هغه سولې سره ستونزه لري چې افغانستان له ۴۰ کلونو وروسته ترلاسه کړې ده.»
بلخوا، د پاکستان د پوځ ویاند په یوه خبري غونډه کې، د افغانستان په خاوره کې د هوایي بریدونو ترسره کېدل نه تایید او نه هم رد کړل. هغه د نورولي محسود د برخلیک په اړه هم څه ونه ویل، خو ټینګار یې وکړ چې د پاکستان د خلکو د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات شوي او دا چاره به دوام وکړي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري په دې اړه زیاته کړې: «لکه څنګه چې له هغې سیمې د پاکستان پر ضد عملیات کېږي، شواهد او مدارک هم شته. ما دا هم ویلي چې د پاکستان خلکو د ژوند او مال ساتنې لپاره اړین ګامونه اوچت شوي او دا چاره به دوام ولري.»
د پاکستان بریدونو په افغانستان کې سیاسي فضا هم توده کړې ده. د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله ایکس پاڼه د پاکستان بریدونه په کلکه غندلي او دا یې د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض بللی دی. حامد کرزی پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «پر کابل، پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو د پاکستان هوایي بریدونه ښکاره تېری، د نړیوالو اصولو خلاف عمل او د افغانستان د حریم نقض دی. د پاکستان سیاستونه د افغانستان او سیمې په اړه غیرمسؤلانه او بېدرکه دي. پاکستان باید له افغانستان سره د ملګرتیا او متمدن تعامل پر بنسټ اړیکې وساتي.»
له دې سره هممهاله، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دا چاره خورا خطرناکه ده او د کابل او اسلامآباد ترمنځ یې یوازینۍ معقوله حللاره، خبرې اترې بللې دي. زلمي خلیلزاد پر خپله ایکس پاڼه زیاته کړې: «د پاکستان ننني بریدونه پر کابل یو خورا خطرناک اقدام دی چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو نښه ده. خو پوځي ترینګلتیاوې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې نشي هوارولی. دا کار به بېپایلې وي او یوازې به دواړه هېوادونه له مرګژوبلې او ویجاړیو سره مخ کړي. تر ټولو ښه بدیل دا دی چې کابل او اسلامآباد د ډیورند دواړو غاړو کې د ترهګرو پټنځایونو په اړه خبرې وکړي.»
که څه هم د دې پېښې جزیات لا تر اوسه روښانه نه دي، خو د نړۍوالو چارو شنونکي وايي، چې دا پېښه ښایي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ترینګلې کړي، هغه اړیکې چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، د هرې ورځې په تېرېدو سره د ترینګلتیا پر لور روانې دي. د ویلو ده، چې تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو په ځلونو پر اسلامي امارت تور پورې کړی، چې ګواکې په خپله خاوره کې یې د پاکستان طالبانو تحریک ته ځای ورکړی دی، هغه ادعاوې، چې د کابل له لوري وخت ناوخته رد شوې دي.
په ظاهري توګه دا لومړی ځل دی، چې اسلامآباد په مستقیم ډول د افغانستان پلازمېنه کابل په نښه کوي، هغه ګام چې کولی شي سیمه یوې نوې جګړې ته د ننه کړي، چې د شنونکو په باور، د دې بحران پیلوونکی به پاکستان وي. له دې سره سره، لا هم دا پوښتنه پر ځای ده؟ چې آیا د تلې ۱۷مې نېټې چاودنه یوه محدوده پېښه وه، که د افغانستان او پاکستان په ترینګلو اړیکو کې د نوي خونړي څپرکي پیل؟
