آفاق خبري آژانس؛ کابل: د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله فاروقي وایي، چې پاکستاني لوري له کوم دلیل پرته، نن (یکشنبه، چنګاښ ۸مه) د خوست غلام خان بندر د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلی دی. ښاغلی فاروقي زیاتوي، چې تر اوسه د دې بندر د تړلو لامل روښانه شوی نه دی او په خبره یې، پاکستاني لوري موټر چلوونکو ته ویلي، چې له بلې لارې توکي ولېږدوي.
د سرحدي پولیسو ویاند په دې اړه پر خپله ایکس پاڼه زیاته کړې: «نن یکشنبه، د غلام خان ځمکنۍ بندر پرته له کوم دلیله د پاکستاني لوري د هر قسم تګ راتګ پر مخ وتړل شوه. پاکستاني لوري د تړلو دلیل نه دی روښانه کړی، خو د نامعلومې مودې لپاره یې ددی بندر لاره تړلې ده او ویلي یې دي چې موجوده موټرونه باید د بل بندر له لارې تېر شي.»
له دې سره هممهاله، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وایي، چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ سوداګري لا هم ټرانزیټي ستونزو، د انتقالاتو په برخه کې خنډونو او لوړو کمرګي تعرفو له امله، ننګونو سره مخ ده. خانجان الکوزي په دې اړه له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري، د تېر کال په پرتله، چې موږ پاکستان سره ستونزې درلودې، وروستیو څلورو میاشتو کې له ۱۰ تر ۱۲ سلنې زیاته شوې. لارې تړل شوې وې او زموږ سوداګري له ستونزو سره مخ وه، اوس هم پاکستان سره د ټرانزیټ، انتقالاتو او ګمرکي تعرفو په برخه کې ستونزې لرو.»
د اقتصادي چارو شنونکي وایي، چې پاکستان د افغانستان سوداګریزو توکو لپاره تر ټولو غوره بازار دی، خو په خبره یې، د پاکستان له لوري د ټرانزیټ او سوداګرۍ پر وړاندې ستونزیز جوړول، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له ننګونو سره مخ کړې ده.
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز په دې اړه له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: «پاکستان د افغانستان لپاره غوره مارکېټ دی، چې کولی شو له دې لارې نورو هېوادونو ته خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړو، خو تجربو ښودلې، چې پاکستان د افغانستان لپاره ښه سوداګریز ملګری نه دی او وخت ناوخته د افغانستان سوداګرۍ بهیر پر وړاندې ستونزې جوړوي.»
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ کلنۍ سوداګري له ۲.۵ میلیارد ډالرو یوه میلیارد ته را ټیټه شوې او لاملونه یې هم د سوداګریزو سیاستونو بېثباتي او د لارو تړل ښودل شوي دي.