د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د ۶۳ افغان کډوالو د خلاصون خبر ورکوي.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې آزاد شوي کسان پرون (چهارشنبه، د سلواغې ۲۴مه) هېواد ته را ستانه شول.
د تورخم او سپین بولدک د سرحدي آمریتونو د معلوماتو پر بنسټ، دا کسان د قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي وو.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې دغو کسانو له دوو تر شپږو ورځو د بند موده تېره کړې او د لومړنیو مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د روان لمریز کال د سلواغې په ۲۰مه نېټه هم د پاکستان له زندانونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۲ افغانانو د خلاصون خبر ورکړی و.
