آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستاني طالبانو د تحریک په اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونو ته د غبرګونونو په دوام د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د یاد وزارت د ديپلوماسۍ انسټیټوټ د پنځمې روزنیزې دورې د فراغت مراسمو کې افغانستان ته د ټي ټي پي د لیږد په اړه د پاکستان د غوښتنې په اړه وویل چې افغانان نه غواړي د پاکستان غم خپل کور ته راوړي.
ښاغلي متقي وویل، ټي ټي پي له ۲۵ کلونو راهیسې په پاکستان کې فعالیت کوي او پاکستان چې اوس له کومو ستونزو کړیږي اوسنۍ نه دي.
نوموړي د پاکستان او هند او پاکستان او ایران ترمنځ ترینګلتیاوو ته په اشارې سره زیاته کړه چې پاکستان نه باید افغانستان د خپلو نا امنیو مسوول وګڼي او په وینا یې افغانستان تل له دغه هېواد سره د ښو اړیکو د ټینګښت په هڅه کې دی.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي:« پاکستان غوښتنه وکړه چې د ټي ټي پي ډله افغانستان ته ولیږدول شي. افغانستان لیونی نه دی چې د پاکستان غم خپل هیواد ته راوړي. دا هیڅکله د منلو وړ نه ده.»
د بهرنیو چارو وزیر د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې د دوحې او استانبول خبرو ته په اشارې سره وویل چې، پاکستاني پلاوي نا معقولې غوښتنې درلودې او یاد هېواد تل د خبرو اترو په لړۍ کې د ګډوډۍ په هڅه کې وو.
ښاغلي متقي یو ځل بیا ټينګار وکړ چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر وړاندې ونه کارول شي، خو د خاورې د نقض په صورت کې به پریکنده ځواب ورکړي.
نوموړي دغه راز له افغان کډوالو سره د پاکستان پر چلند سخته نیوکه وکړه او په کینایې سره یې وویل، هغه هېواد چې اټومي وسله لري، خپل اټومي ځواک دې د کډوالو، ناروغانو، سوداګرو او دغه راز پیازو، کچالو او رومیانو پر وړاندې نه کاروي.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي:« زموږ ټیم هیڅکله دا نه دي ویلي چې موږ له مذاکراتو څخه وځو او غونډې د دوی لخوا لغوه شوې او وړاندیزونه یې رد شوي او زموږ ټیم بیرته هیواد ته راستون شوی دی.»
په ورته مهال، د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د خبرو اترو د بیا پیل لپاره د منځګړو هېوادونو پر هڅو ټینګار وکړ او وویل، دواړه هېوادونه باید هوکړه وکړي چې له خپلې خاورې د بل هېواد پر وړاندې ګواښ لپاره هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي.
د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي:«پاکستان په رسمي او عامه توګه اعتراف کړی چې د افغانستان پر وړاندې یې یرغلیزو اقداماتو ته اجازه ورکړې او د حکومت مخالفینو ته یې د ملاتړ له لارې پټنځایونه ورکړي دي. نړۍ پوهیږي چې پاکستان دا کار کړی دی. طالبان اسلام آباد تورنوي چې اوس هم همدا کار کوي.»
د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی وایي:«پاکستان د استانبول د خبرو اترو ماموریت په غاړه اخیستی ترڅو د دوی د دوام لپاره لاره هواره کړي، خو اوس چې له ترکیې څخه یو پلاوی هم اسلام آباد ته تللی، زه احساس کوم چې دا پلاوی ډیر اغیزناک نه دی او نشي کولی د خبرو اترو ماموریت په سمه توګه ترسره کړي.»
بل لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د ترکیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په ګډون به د یاد هېواد د اطلاعاتي سازمان رییس هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترینګلتیاوو د پای ته رسولو لپاره اسلام آباد ته سفر وکړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وایي:« د ترکیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په ګډون د دغه هېواد د اطلاعاتي سازمان رییس به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ په اړه د خبرو اترو لپاره اسلام آباد ته سفر وکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی یاسین حبیب وايي:«دوی په افغانستان کې یو قوي او باثباته مرکزي حکومت نه غواړي. د شوروي پوځ پر وړاندې د افغانانو د مقدس جهاد پر مهال، له مجاهدینو سره د دوی همکاري په حقیقت کې له ځان سره همکاري وه.»
د یادونې ده چې په ترکیه کې د اسلامي امارت او پاکستان د پلاویو ترمنځ د دریم پړاو خبرو له ماتېدو وروسته، د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ لفظي ترینګلتیاوې لوړې کچې ته رسیدلي او آن یو بل یې په جګړه ګواښلي دي.
