آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وایي، که اسلامي امارت د «ټيټيپي» پر وړاندې ګام اوچت نه کړي، د کابل او اسلام آباد ترمنځ به ټولې شوې هوکړې لغوه او په ټولو برخو کې به هېڅ پرمختګ ونشي.
ښاغلي خان اسلام آباد کې په یوه سیمینار کې د وینا پر مهال ټینګار کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مذاکراتو کې د «ټيټيپي» موضوع باید لومړیتوب ولري او په خبره یې، دې موضوع ته باید په جدي توګه رسېدنه وشي.
محمد صادق خان په دې اړه زیاته کړې: «د پاکستاني طالبانو تحریک د کابل او اسلامي اباد ترمنځ اړیکو کې یوه بحراني نقطه ده او موږ باید حللاره ورته پیدا کړو.»
خو اسلامي امارت په وار وار د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې، چې ګواکې «ټيټيپي» په افغانستان کې حضور لري، به کلکه رد کړې او هغه یې د پاکستان کورنۍ مسئله بللې ده.
د پوځي چارو شنونکي احمد خان اندړ په دې تړاو آفاق خبري آژانس ته وویل: «ټيټيپي پاکستانۍ پدیده ده، صادق خان دې د خپل بام د واورو را غورځولو پر ځای، خپل پوځ او استخباراتو ته مراجعه وکړي، څو د ترهګرو ډلو له روزلو لاس واخلي. افغانان په تېرو ۵۰ کلونو کې د ترورېزم قرباني دي او په دې کې د پاکستان لاس دی، پاکستان باید د افغانستان پر وړاندې له دسیسو لاس واخلي.»
له دې سره سم، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاقدار له خپل امریکایي سیال مارکو روبیو سره ټلیفوني خبرو کې، افغانستان کې د پاتې امریکایي تجهیزاتو مسئلې د حل په اړه هوکړه کړې ده.
د سیاسي چارو شنونکی عبدالصادق حمیدزوی بیا په دې اړه داسې نظر لري: «هغه هېوادونه چې غواړي، افغانستان کې د امریکا پاتې پوځي تجهیزات بېرته متحده ایالتونو ته وګرځوي، هغوی په افغانستان کې د کمزوي نظام غوښتونکي دي او نه غواړي دلته یو پیاوړی نظام حاکم وي.»
دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو کې پاکستاني چارواکي حتا په نړۍوالو سټېجونو د افغاانستان پر وړاندې پروپاګند او تورونه پورې کوي، خو د اثبات لپاره یې هېڅراز سند په واک کې نه لري.