آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا په افغان خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان د حضور او فعالیت په تړاو د پاکستاني چارواکو ادعاوې رد کړې.
ښاغلي مجاهد وویل، کوم کسان چې په تیرو کلونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې له هاغې غاړې د نا امنۍ له امله افغانستان ته راغلي، کډوال دي نه جنګیالي.
د اسلامي امارت ویاند دغه ارز یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به د هیچا له هغې ډلې پاکستان پر وړاندې ونه کارول شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي: « دا یوه غلط فهمي ده. په افغانستان کې، موږ کډوال لرو چې کلونه وړاندې په سویلي او شمالي وزیرستان کې د نا امنۍ له امله دلته راغلي او په خوست، پکتیکا او غزني ولایتونو کې ژوند کوي. موږ باید دوی ته جنګیالي ونه وایو. دا خلک کډوال دي، بې وسلې دي، وسله وال فعالیتونه نلري او اجازه نلري چې پاکستان یا بل ځای ته ګواښ پیښ کړي.»
دغه راز د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف له جیونیوز سره په مرکه کې ویلي، له افغانستان سره د پاکستان اړیکې به تر هغو عادي حالت ته را ونه ګرځي چې له تحریک طالبان پاکستان څخه ملاتړ دوام ولري.
نوموړي ټينګار کړی چې د افغانستان چارواکي باید د پاکستان خاورې ته د وسله والو د نفوذ مخه ونیسي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف وايي: « له ګاونډي سره سوله ییزې اړیکې یوازې هغه وخت ممکنه دي چې د تحریک طالبان پاکستان TTP لپاره ټول ملاتړ په بشپړه توګه پای ته ورسیږي.»
له دې ټولو سره سره، پوښتنه دا ده چې د اسلام آباد پرله پسې ادعاګانې او ګواښونه به د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرو اترو پر بیهر څه اغیز ولري؟
د سیاسي چارو شنونکی میاګل وثیق د همدې پوښتنې په ځواب کې وایي: «پاکستان تل ادعا کړې چې یو ډېر پیاوړی پوځ لري چې کولی شي د خپلو دښمنانو په وړاندې مقاومت وکړي، خو په خپل هیواد کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مخه نشي نیولی. دا وضعیت د پاکستان حکومت لپاره د خپلو ستراتیژیکو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یوه بهانه ګرځیدلې ده.»
د سیاسي چارو شنونکی روحالله هوتک بیا داسې وايي: « د پاکستان غلطې ادعاوې، چې له شواهدو سره په ټکر کې دي، د حقیقت ثابتولو لپاره نه بلکې د امنیتي بیانیې ساتلو او په اسلامي امارت د فشار راوړلو لپاره دي. دا تاکتیک، چې د ISI په دوه ګوني پالیسیو کې ریښه لري، کولی شي اوربند بې ثباته کړي او د ټرانسپورټ او سوداګریزو لارو بندولو په ګډون د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل شي. د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره، پاکستان باید تبلیغات ودروي، د تحریک طالبان پاکستانTTP مسؤلیت ومني، او په ګډه څارنه تمرکز وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو له هغې ډلې د دغه هېواد دفاع وزیر او د پوځ لوی درستیز، په ځلونو ادعا کړې چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې حضور لري او د پاکستان پر وړاندې فعالیت کوي.
خو اسلامي امارت دا څرګندونې رد کړي او همدا موضوع په استانبول کې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو یوه له مهمو او د بحث وړ موضوعاتو څخه وه.
