آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمان وايي، چې جګړه د افغانستان او پاکستان په ګټه نه ده او په خبره یې، افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښټ لپاره هر اړخیزې سټراټيژۍ ته اړتیا ده.
ښاغلي فضل الرحمان له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې، د کابل او اسلامآباد ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو ته په اشارې سره، له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې اسلامي امارت سره له احتمالي نښتې ډډه وکړي او په دې برخه کې له پوره احتیاط او غور کار واخلي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، د تروریزم وده د اسلامآباد د تېروتنو پایله بللې او زیاته کړې یې ده، چې دغه ناوړه پدیده تاریخي مخینه لري او ټینګار یې کړی، چې په دې برخه کې د پاکستاني حکومت تېروتنو اساسي رول بولولی دی.
د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۹مه نېټه د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ادها کړې وه، چې د “ټيټيپي” جنګیالي په افغانستان کې دي او د اړتیا په صورت کې به د افغانستان د ننه عملیات وکړي.
ښاغلي آصف ټینګار کړی و، چې د امنیتي ګواښونو د کابو کولو په پار به د افغانستان خاورې ته د ننه شي او په وینا یې، د پاکستان دښمن به په هر ځای کې وڅاري.
خو اسلامي امارت بیا تل ټینګار کړی، هغه ډلې چې د پاکستان په ګډون، ګاونډیو هېوادونو کې فعالیت کوي، د افغانستان په خاوره کې شتون نه لري او دا ډول ادعاوې یې بې بنسټه بللې دي.
په ورته وخت کې د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر علي امین ګنداپور وایي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو د هواري یوازینۍ لار مذاکرات دي.
ګنداپور اسلام آباد کې یوې خبري ناستې ته د وینا پر مهال د پاکستان له مرکزي حکومت غوښتي، چې له اسلامي امارت سره د مذاکراتو مسوولیت ور وسپاري.
ښاغلي ګنداپور ټینګار کړی چې په خیبرپښتونخوا کې د سولې او امنیت ټینګښت یوازینۍ لار له اسلامي امارت سره خبرې اترې دي.
نوموړي همداراز په ډاګه کړې، چې له قبایلي سلاکارانو سره یې تر سلا مشورې وروسته، یوه طرحه چمتو کړې او د پاکستان د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو ته یې سپارلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ وخت ناوخته ترینګلتیاوو کې ټیټوالی او لوړوالی راځي او دواړه لوري یې د حل په موخه هم هڅې کوي.
تازه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د هواري په موخه کابل ته راغلی او د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره یې لیده کاته کړي دي.
په تېرو درېیو میاشتو کې دا کابل ته د ښاغلي صادق خان دویم سفر دی او داسې مهال ترسره کېږي، چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي.
وروستیو کې، تورخم دروازې په شاوخوا کې د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ وسلهوالې نښتې، چې دواړوو خواوو ته یې مرګ ژوبله هم واړوله، د ترینګلتیاوو تازه بېلګه ګڼلی شو. پاکستاني لوري له دې نښتې په غبرګون کې، تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړله او پر افغان کډوالو یې فشارونه زیات کړل.
د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، چې پاکستان دا مهال له پراخو کورنیو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او هڅه کوي د عامه ذهنیت انحرافولو په موخه پر افغان کډوالو فشار زیات او له ګاونډیو په ځانګړي ډول افغانستان سره ناندریو ته مخه کړي. دا هغه څه دي چې د پاکستان د جمعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمان او د دغه هېواد یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي اړ شول، څو د کابل پر وړاندې د اسلام آباد پر سیاستونو نیوکې وکړي.