آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان پوځ یو ځل بیا له اسلامي امارت غوښتي، څو پر خپلو امنیتي ژمنو عمل وکړي او وسلهوالو ته د افغانستان له خاورې د پاکستان پر وړاندې د کارولو اجازه ورنه کړي. پاکستانی پوځ داسې مهال دا تور پورې کوي، چې تر دې وړاندې اسلامي امارت په ځلونو ورته ادعاوې رد او بېبنسټه بللې دي.
د پاکستاني پوځ د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «پاکستان تمه لري، چې د افغانستان اسلامي امارت پر خپلو مسوولینو عمل وکړي او د افغانستان له خاورې د پاکستان پر وړاندې د فعالیتونو مخه ونیسي.»
د سیاسي چارو شنونکی میاگل وثیق آفاق خبري آژانس سره د پاکستاني چارواکو د دا ډول ادعاوو په اړه وایي: «هر حکومت چې افغانستان کې واک ته رسېدلی، پاکستان ورته مزاحمت کړی دی. د تاریخ په اوږدو کې د اسلامآباد سیاست دا دی، چې د افغانستان حکومتونه کمزوري او ناتوانه وساتي. د دوی اصلي موخه دا ده، څو د افغانستان سیاسیون دې ته اړ کړي، چې د اسلامآباد سیاستونه تعقیب او د هغه په رڼا کې خپلې چارې تنظیم کړي.»
اسلامي امارت د پاکستان له لوري تکراري تورونه وخت ناوخته رد کړي او ټینګار یې کړی، چې افغانستان امن دی او هېڅ ګاونډي هېواد، په ځانګړي ډول پاکستان ته د افغانستان له خاورې ګواښ نشته.
د کابل او اسلامآباد ترمنځ د لفظي ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره هممهاله، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې د پاکستان کورني اختلافات او ستونزې نه باید افغانستان ته منسبوب کړل شي. د دوی په باور، پاکستاني چارواکي دې په پرلهپسې توګه د افغانستان ملامتولو پر ځای، د خپل هېواد سیاسي او امنیتي حل لپاره منطقي او اساسي لارې چارې ولټوي.
د سیاسي چارو شنونکی روحالله هوتک د افغانستان په اړه د پاکستان د سیاستونو په اړه وایي: «پاکستان د افغانستان پر وړاندې سخت سیاستونه غوره کړي دي، خو داسې انګېرل کېږي چې دا سیاستونه همغږي نه دي او د خپل ملي امنیت لپاره یې ستونزې را ولاړې کړې دي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی نجیبالله جامعه بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «له بده مرغه افغانان په ټوله کې د نا امنیو قرباني شوي او دا چې پاکستان پر افغانستان تور پورې وي، اړتیا ده چې دغه هېواد نور له دا ډول کړنو لاس واخلي.»
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي، چې وروستیو کې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز سره مرکه کې ویلي وو، چې تور لګول او له زوره کار اخیستل د هېڅ لوري په ګټه نه دي او افغانستان له سیاسي لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو د حل غوښتونکی دی.
ښاغلي مجاهد د پاکستان له دیني عالمانو او خلکو هم غوښتي وو، چې په سیمه کې د آرامۍ او اسلامي امارت سره د اړیکو ټینګښت په برخه کې له خپل رول کار واخلي.