آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د وروستیو جګړو په لړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لفظي ترینګلتیاوو زور اخیستی.
د اسلامي امارت ویاند ویلي چې پاکستان دا اقدامات د ځینو هېوادونو په لارښونه کړي څو په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو بیا ځلي حضور ته زمینه برابره شي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف په غبرګون کې، د سیمې په بې ثباتۍ کې د هند منفي رول ته په اشارې سره، د کابل حکومت تورن کړ چې د هند تر ملاتړ لاندې ترهګرو ډلو د فعالیت پر وړاندې یې چوپتیا غوره کړې.
نوموړي ټینګار وکړ چې د دغه هېواد د امنیتي تګلارو او افغانستان په اړه چلند کې د پاکستان د سیاسي او نظامي مشرانو ترمنځ د نظر بشپړ یووالی شته.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف وايي: « د پاکستان د امنیتي پالیسیو او د افغانستان په اړه یې د جامع چلند په اړه د یاد هېواد د سیاسي او پوځي مشرتابه په ګډون د ټولو پاکستانیانو، ترمنځ د نظر بشپړ یووالي او اجماع شتون لري. د افغانستان حکومت د هند له ملاتړه برخمنو ترهګرو څخه خبر دی او د دوی نیتونو یا چلند ته هیڅ پاملرنه نه کوي.»
د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وایي: « د افغانستان په اړه د پاکستان دریځ دښمنانه دی. پاکستاني جنرالانو د پروژو د پلي کولو لپاره له امریکا څخه پیسې ترلاسه کړې دي، او دا پروژې عملي شوي او لګښتونه یې شوي دي. دې ټولو ته په پام، دوی کله ناکله په افغانستان تورونه لګوي، په داسې حال کې چې نه دلته TTP شتون لري او نه هم دوی ته وسلې او مهمات ورکړل شوي دي.»
په ورته مهال، ځینې شنونکي وایي، چې د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې کولی شي د کابل او اسلام آباد ترمنځ بې باوري او ترینګلتیاوې زیاتې کړي.
دوی ټینګار کوي چې د خبرو اترو او دیپلوماسۍ له لارې د اختلافاتو حل د دواړو هېوادونو او سیمې د ټيکاو په ګټه دی.
د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی داسې لیدلوری لري: « د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې د اسلام آباد د دې غوښتنې نښه ده چې غواړي شخړه رامنځته او تاوتریخوالی زیات کړي او دا ښیي چې دا هیواد ډیپلوماسۍ ته ژمن نه دی. که موږ په ریښتیا سره غواړو چې مسلې د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي او غلط فهمۍ له منځه ولاړې شي، نو موږ باید له پاروونکو بیانونو څخه ډډه وکړو او د خبرو اترو لاره تعقیب کړو.»
د سیاسي چارو شنونکی سید هارون هاشمي وايي: « پاکستان تل هڅه کوي چې د داسې پروژو په پلي کولو سره افغانستان نا امنه کړي، او دا د دوی د چلند یوه برخه ده. حقیقت دا دی چې د پاکستان په حکومت کې یووالي نشته، ځکه چې د دفاع وزیر یو څه وايي او د کورنیو چارو وزیر بل څه وايي؛ دا توپیرونه دا روښانه کوي چې پاکستان د خپل دریځ لپاره روښانه او منسجم پلان نلري.»
د یادونې ده چې په استانبول کې له شپږ ورځنیو خبرو اترو وروسته، اسلام آباد او کابل بلاخره د لنډ مهالي اوربند پر دوام هوکړه وکړه.
ټاکل شوې، د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو بل پړاو تر راتلونکو څلورو ورځو پورې په استانبول کې ترسره شي.
