آفاق خبري آژانس؛ کابل: د هېواد پر دریو ولایتونو د پاکستاني ځواکونو له برید دولس ورځې وروسته چې له امله یې لږ تر لږه لسو ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړ او څلور نور ټپیان شول، تیره شپه یو ځل بیا د کندهار په سپین بولدک کې د پاکستاني او اسلامي امارت د ځواکونو ترمنځ نښته وشوه چې له امله یې ۵ ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او ۵ نور ټپیان دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړه چې پاکستاني ځواکونو تیره شپه ناوخته په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان پر خاوره بریدونه ترسره کړل او د اسلامي امارت ځواکونه متقابل ځواب ته اړ شول.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي:« په خواشینۍ سره نن شپه پاکستاني لوري یو ځل بیا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې پر افغان لوري بریدونه وکړل چې د اسلامی امارت ځواکونه هم غبرګون ته اړ شول.»
په ورته مهال د سیاسي چارو ځینې شنونکي وایي، پاکستان له دوه ګوني سیاست څخه په ګټنې ظاهرا خبرو اترو او همکارۍ ته مخه کوي، خو په عمل کې د افغانستان په خاوره کې ویجاړونکو اقداماتو او نظامي مداخلو ته دوام ورکوي.
د سیاسي چارو شنونکی روحالله هوتک وايي:«پاکستان اوس د خپل تاریخ تر ټولو بد کورني بحران سره مخ دی او اقتصاد یې د پیسو د کمښت په یو لړ ستونزو کې ګیر دی. د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) فعالیتونه زیات شوي او په بلوچستان کې بغاوت زیات شوی دی. په داسې حالت کې، ډیری سیاستوال، شنونکي، او حتی ځینې تقاعد شوي افسران په دې باور دي چې د پاکستان اصلي لومړیتوب له کورنیو او امنیتي ګواښونو سره مقابله ده. د پاکستان د رژیم اوسنۍ پالیسي ښیي چې اصلي واک د پوځي ادارو په لاس کې دی او دوی په خپل نفوذ کې هیڅ محدودیت نلري.»
د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی وايي:«پاکستان یو تیری کوونکی، تسلط خوښونکی او پروژوي هېواد دی. دا هېواد له ډیرو کلونو راهیسې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي، د خپلو پالیسیو د تعقیب لپاره له منافقت، تفرقې او جګړې څخه کار اخلي. د پاکستان استخباراتي شبکې او پوځ تل د افغانستان په ویجاړولو کې ښکیل دي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې اسلامي امارت پر خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو د پاکستاني ځواکونو بریدونه له هوایي حریم او نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه بللې او هغه یې په کلکه غندلي وو.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی چې له افغانستان او افغانانو دفاع د اسلامي امارت حق دی او په مناسب وخت کې به ځواب ورکړل شي.
