آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ټولیز امنیت تړون غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د قزاقستان پلازمېنه الماتي کې په یوه ناسته کې، افغانستان کې د ثبات او پرمختیا پر ملاتړ ټینګار کړی دی. له دې ناستې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي، چې دغو وزیرانو د مرکزي آسیا او افغانستان تلپاتې پرمختیا او مرستې رسولو په پار، په سیمه کې د ملګرو ملتونو د یوه مرکز له جوړېدو ملاتړ کړی او د افغانستان له خلکو سره یې د بشري مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.
د ټولیز امنیت تړون هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډې اعلامیې یوه برخه کې راغلي: «موږ د یوه سولهییز او باثباته افغانستان د ملاتړ لپاره خپله اراده او نیت یو ځل بیا تازه کوو او د ملګرو ملتونو د مرکزي همغږۍ تر رول لاندې په نړۍوالو هڅو کې د دغه هېواد د پرمختګ لپاره خپل چمتووالی اعلانوو. موږ په نړۍواله ټولنه غږ کوو چې د افغانستان خلکو ته بشري مرستې زیاتې کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی بیا د افغانستان په نشتون کې دا ډول غونډې بېګټې بولي او زیاتوي: «دا هېوادونه یوازې د کاغذ پر مخ لیکل کوي او د افغانستان مسوولینو په نشتون کې جلسې دایروي او په افغانستان کې د ثبات نشتون په اړه خبرې کوي، خو داسې نه ده، افغانستان کې نن امنیت دی، ثبات دی، حیاتي کارونه ترسره کېږي او د افغانستان اوسنی حکومت د هېواد پر آبادۍ او ځانبسیاینه بوخت دی.»
خو پوښتنه دا ده، چې افغانستان کې له سولې او ثبات د ټولیز امنیت تړون غړو هېوادونو ملاتړ ته په کتو، آیا دا ملاتړ کولي شي د افغانستان پر سیاسي او امنیتي وضعیت مثبت اغېز ولري؟
د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی د دې پوښتنې په ځواب کې آفاق خبري آژانس ته وایي: «د ټولیز امنیت تړون غړو هېوادونو اندېښنو ته هېڅ پام نه دی شوی، دا چې دغو هېوادونو دا ځل د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز جوړېدو غوښتنه کړې، دا د دې ښکارندویي کوي، چې هغوی غواړي د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره اوږدمهاله سټراټیژي ولري، چې باید د دې مرکز له لارې ستر کارونه ترسره شي.»
د ویلو ده، چې د ټولیز امنیت تړون غړي هېوادونه روسیه، قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان، ارمنستان او بلاروس دي، او تر ډېره د امنیتي، پوځي او سیاسي همکاریو په پار فعالیت او غونډې کوي.