آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي، د ډيپلوماسۍ انسټیتيوټ فراغتغونډه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا، چې ګواکې بګرام هوایي اډه د چین په ولکه کې ده، په کلکه رد او ټینګار یې کړی، چې اسلامي امارت په یوه لوېشت ځمکه هم بهرنی پوځي حضور نه مني.
ښاغلي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د هېڅ هېواد پوځي حضور نه مني، خو په خبره یې، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره سیاسي، ډیپلوماټیک او اقتصادي همکاریو او تعامل ته چمتو دی. امیر خان متقي زیاته کړې: «که اسلامي امارت د نورو هېوادونو له موجودیت سره تعامل کولی او د هغوی حضور یې منلی، نو تېر شل کلنې قربانۍ د څه لپاره وې؟ که افغانانو په کور د ننه د بهرنیو پوځي حضور منلی، نو د دوی پخوانی حضور به یې منلی و.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د خپلو څرګندونو په بله برخه کې، د نړۍوالې جزایي محکمې له لوري د اسلامي امارت مشر او قاضي القضات د نیولو پرېکړې په غبرګون کې وایي، چې افغانستان د دا ډول بنسټونو پرېکړو ته هېڅراز مسوولیت نه لري او نه یې هم پرېکړې د عملي کېدو وړ دي. ښاغلي متقي زیاته کړې: «په دې وروستیو کې نړۍوالې جزایي محکمې یوه پرېکړه وکړه، چې د اسلامي امارت قدرمن زعیم او قاضي القضات باید ونیول شي. موږ همېشه دا پرېکړه په کلکو ټکو غندلې او بیا یې هم غندو او د کومو اصولو له مخې، چې دوی دا ډول پرېکړې کوې، افغانستان هغو پرېکړو ته هېڅ مسوولیت نه لري.»
امیر خان متقي په فراغتغونډه کې همداراز زیاته کړې، چې ګاونډي هېوادونه، په ځانګړي ډول ایران باید افغان کډوال په تدریجي توګه او له اسلامي امارت سره په همغږۍ را وباسي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړې: «موږ په ځلونو له ایرانه غوښتي، څو هغه کډوال چې افغانستان ته را ګرځي، په تدریجي توګه را وګرځي او بیا هم دا وایو، هغه افغانان چې نورو هېوادونو ته تللي، د مجبوریت او له امله تللي وو. دلته جګړه وه، اقتصادي ستونزې وې او ستونزې یې درولودې.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي، د ډيپلوماسۍ انسټیتيوټ په دې فراغتغونډه کې، د روسیې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو هرکلی کړی او د سیمې او نړۍ له نورو هېوادونو یې هم د ورته ګام اوچتولو غوښتنه کړې ده.