آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په غبرګون کې، چې ګواکې افغانستان د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه کې ناکام دی، وایي چې اسلامي امارت د دې پدیدې پر وړاندې جدي مبارزه کړې او په خبره یې، د اسلامي امارت د مشر له لوري د کوکنارو پر کښت، تولید او قاچاق تر بنډیز وروسته، د دې بوټي د تولید او کښت کچه صفر ته ټیټه شوې ده.
حمدالله فطرت آفاق خبري آژانس ته د دې ادعا په غبرګون کې زیاتوي: «افغانستان له نشهیي توکو پاک هېواد دی، د افغانستان اسلامي امارت د نشهیي توکو پر وړاندې قوي او جدي مبارزه کړې ده. د امیر المومنین تر فرمان وروسته، په ټول افغانستان که د نشهیي توکو پر وړاندې کوټلي ګامونه اوچت شوي او موږ توانېدلي یو چې دا کچه صفر ته راټیټه کړو، دا چې ادعا شوې چې افغانستان کې په دې اړه مبارزه نه ده شوې، دا ناسمه ده، د افغانستان په پرتله په ګاونډیو هېوادونو کې مخدره توکو کرل کېږي او موږ دا ادعا په کلکه ردوو.»
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګریس ته په خپله کلنۍ وینا کې افغانستان او پاکستان د هغو ۲۰ هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي، چې د مخدره توکو د ټرانزیټ او تولید په برخه کې یې رول لرلی دی. ټرمپ ټینګار کړی، چې د مخدره توکو پر وړاند مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت پر ژمنو سربېره، دغه هېواد لا هم د مخدره توکو د قاچاق او کنټرول په برخه کې نه دی بریالی شوی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې بیانیې په یوه برخه کې زیاته کړې: «د امریکا ملي ګټو او نړۍوال امنیت پر وړاندې جدي ننګونو ته په پام سره، زه یو ځل بیا افغانستان د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د نه پاملرنې له امله، د ناکامو هېوادونو په نوملړ کې شاملوم.»
د امریکا ولسمشر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په خپل راپور کې ویلي وو، چې افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کم شوی دی. که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د ټرمپ د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې کورنیو چارو وزارت ویلي وو، چې وروستیو کلونو کې یې زرګونه جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې او همداراز د مخدره توکو د تولید او پروسس سلګونه کارخونې یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې له منځه وړې دي. د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع آفاق خبري آژانس سره خبرو کې ویلي وو، چې افغانستان کې د مخدره توکو د تولید په برخه کې د پام وړ کموالی راغلی او دا مهال یې کچه صفر ته نږدې شوې ده.
له دې سره هممهاله، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې د مخدره توکو په اړه د ټرمپ دا ادعا سیاسي انګیزه لري.
پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «دا باید په یوه دود بدله نشي چې امریکا، روسیه او نور هېوادونه د ترهګرۍ، مخدرو موادو او نورو منفي اعمالو په اړه د هېوادونو له یادولو سره سم د افغانستان نوم هم یاد کړي. سمه ده چې نشهيي مواد په سیمه کې موجود دي؛ په مرکزي آسیا کې هم شته، پاکستان هم په دې برخه کې لومړی مقام لري، په ایران کې هم شته.»
د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې پر افغانستان د امریکا نیوکه، سیاسي انګیزه لري. که امریکا په رښتیا غواړي، د ترهګرۍ او مخدره توکو پر وړاندې مبارزه وکړي، نو باید له خپلو سټراټیژیکو ملګرو یعنې پاکستان سره په دې اړه خبرې وکړي؛ هغه هېواد چې پنځه امریکایي اډې پکې فعالې دي او د دې بحران د مخنیوي په برخه کې مهم رول لري.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې برېټانوۍ ټلګراف ورځپاڼې په یوه تحلیلي راپور کې ویلي وو، چې دا مهال د نړۍ په کچه د تریاکو د تولید اصلي سرچینه ده. د دې ورځپاڼې په راپور کې راغلي وو، چې د سپوږمکۍ انځورونه ښیي، چې په بلوچستان کې تر۷۰ سلنې ځمکو کې کوکنار کرل شوي دي.
