آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، د شانګهای د همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې لیدنه کې، د افغان ټرانس کوریډور د عملي کېدو پر اهمیت خبرې وکړې او دا یې د سیمې د هوساینې لامل وګاڼه.
د چارواکو په وینا، دا طرحه د افغانستان له لارې له پاکستان سره د منځنۍ آسیا د نښلولو په موخه جوړه شوې چې د عملي کېدو په صورت کې به یې د ورسیې او بلاروس توکي لومړی قزاقستان ته ځي او له هغه وروسته به د ازبیکستان، افغانستان او پاکستان له لارې په تېرېدو سره سویلي اوبو ته لار مومي.
د اقتصادي چارو شنونکی عیسی مبارز د دې پروژې د ارزښت په اړه وایي: «د دې پروژې په عملي کېدو سره کولی شو د هېواد زیانمنې شوې اقتصادي برخې ورغوو، چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لامل کېږي او که دا پروژه په افغانستان کې عملي شي، هم به اقتصاد ښه شي او هم صادرات او واردات زیاتېږي او کولی شو له هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو.»
په ورته مهال د ټولګټو وزارت وایي، چې د افغان ټرانس پروژې له عملي کېدو سره به د منځنۍ او سویلي اسیا د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد په برخه کې مهمې آسانتیاوې رامنځته شي. د یاد وزارت د ویاند محمد اشرف حق شناس په وینا، دا پروژې د توکو د لیږد واټنونه او لګښت راکموي او د سیمه ییزې سوداګرۍ، پانګونې او همکاریو د زیاتوالي زمینه به برابره کړي. ښاغلی حق شناس ټینګار کوي چې اسلامي امارت د هېواد په خاوره کې د دغې پروژې د پلي کېدو لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
محمد اشرف حق شناس زیاتوي: «د افغان ټرانس د افغانستان لپاره یوه مهمه اقتصادي پروژه او په سیمه کې د پایداره اقتصادي همکاریو او تمدنونو د نښلون پر نقطې د افغانستان د بدلولو لپاره د اسلامي امارت یوه له مهمو پروګرامونو څخه ده، هغه هېوادونه چې د دې پروژې د عملي کېدو په برخه کې هڅې کوي، د افغانستان د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت له هرکلي سره مخ کیږي او یاد وزارت له هغوي سره همکاري کوي.»
په ورته مهال د اقتصادي چارو ځینې شنونکي په هېواد کې د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدل د اقتصادي ودې او په هېواد کې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره ګټور ګڼي. د اقتصادي چارو شنونکی ایرج فقیري وایي: «موږ کولی شو دا پروژه د افغانانو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو په پار یو غوره فرصت وګڼو او همداراز افغانستان کې د کورنیو پانګونو د جلبولو لپاره مناسبه زمینه برابره کړو. د دې ترڅنګ، له لومړنیو توکو ګټه اخیستنه کولی شي د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې رول ولري او د دوامداره اقتصادي ودې زمینه برابره کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې دا پروژه د شاوخوا ۶۸۱ کیلومتره په اوږدوالي سره د افغانستان له خاورې په تیریدو د منځنۍ آسیا هېوادونه د سویلي آسیا له بازارونو سره نښلوي. د یادونې ده چې د یادې پروژې د امکان سنجۍ د مطالعاتو تفاهم لیک د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۲۶ نېټه د افغانستان د ټولګټو وزارت، د ازبیکستان د ټرانسپورټ وزارت او پاکستان د اقتصادي دهلیزونو د ادارې ترمنځ لاسلیک شو.