د اتریش پلازمېنه ویانا، پرون (سه شنبه، سلواغې ۳۰) د “ویانا بهیر” تر نامه لاندې د اسلامي امارت د مخالفو څېرو د راټولېدو کوربه و.
اوس دا غونډه د اسلامي امارت له غبرګون سره مخ شوې ده.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد، له یوې کورنۍ رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د دغو ډول ناستو جوړول د افغانستان خلکو ته هېڅ ګټه نه لري او یوازې د وخت ضایع کول دي.
نوموړي زیاته کړې چې دا ډول هڅې ناکامې دي او هغه افغانان چې د جګړې خوبونه ویني، باید راویښ شي او د خپل هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.
ښاغلي مجاهد په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت له مخالفینو غوښتي چې د هېواد خپلواکۍ ته زیان ونه رسوي.
د ویانا ناستې ګډونوالو ویلي چې د دې غونډې موخه د افغانستان راتلونکي ته د یوې سیاسي لار نقشې ترلاسه کول دي.
هغوی دا هم ویلي چې دا ډول ناستې به د افغانستان د راتلونکي، د ښځو او نجونو حقونو خوندیتوب، او د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو په موخه دوام ومومي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت د مخالفینو له لوري د افغانستان د وضعیت په اړه له هېواده د باندې ورته غونډې جوړې کړې، چې د اسلامي امارت ویاندویانو او چارواکو دا ډول ناستې بېاغېزې بللې او له هغوی یې غوښتنه کړې وه چې بېرته هېواد ته راستانه او د افغانستان په جوړونه کې برخه واخلي.