د واشنګټن په تګلاره کې بدلون؛ آیا کابل کې به د امریکا سفارت پرانیستل شي؟

آفاق خبری آژانس؛ کابل: افغانستان ته د امریکایي پلاوي له سفر وروسته، اټکل کېږي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې تودې شوې دي.

تازه، د «نیوز۱۸» په نوم یوې هندۍ رسنۍ، د دغه هېواد د لوړپوړو چارواکو له خولې راپور ورکړی، چې واشنګټن غواړي له اسلامي امارت سره اړیکې ټینګې او ژر تر ژره کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

د دې رسنۍ د سرچینو په وینا، دا ګام د امریکا متحده ایالتونو د نوي حکومت، په ځانګړي ډول ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ښه نیت ښکارندویي کوي.

د «نیوز۱۸» رسنۍ د راپور له مخې، د ټرمپ اداره د داعش خراسان ډلې پر وړاندې د مبارزې لپاره له افغان سرپرست حکومت سره تعامل ضروري بولي، ځکه د امریکا نوې رهبري داعش د امریکا د ګټو پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ بولي.

یادې هندي رسنۍ همداراز زیاته کړې چې واشنګټن هڅه کوي د افغانستان په چارو کې د چین او روسیې د نفوذ مخه ډپ او له اسلامي امارت سره همکاري د همدې سټراټیژیک لیدلوري پر بنسټ اړینه بولي.

«نیوز۱۸» رسنۍ د کابل او واشنګټن د اړیکو پیاوړتیا لامل، وروستیو کې د یوه امریکایي وګړي خوشي کېدل یاد کړي او زیاته کړې یې ده، چې دا ګام کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کولو ته لار هواره او د ډیپلوماټیک تعامل زمینه برابره کړي.

د یادولو وړ ده، چې د جمهوري نظام تر پرځېدو او اسلامي امارت بیاځلي واکمنېدو وروسته، امریکا په کابل کې خپل سفارت وتاړه او لا تر اوسه بېرته نه دی پرانیستل شوی. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د قطر په مذاکراتو او د دوحې تړون له مخې، واشنګټن ژمنه کړې وه چې د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته به، له نوي افغان حکومت سره کار کوي او د دې هېواد په بیا رغونه کې به برخه اخلي.

اوس، د لومړي ځل لپاره د ۱۴۰۳ لمریز کال (کب ۳۰مه) لومړی سفر او د اسلامي امارت له بنده د یوه امریکایي وګړي له خوشي کېدو وروسته، د واشنګټن دریځ نرم شوی او د امریکا متحده ایالتونو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني، عبدالعزیز حقاني او یحیی حقاني پر سر ټاکل شوې نغدي جایزې هم لغوه کړې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد