د هند او پاکستان وروستۍ ترینګلتیاوې؛ کابل ته د اسلام‌آباد ناڅاپي نږدې‌والی د څه په مانا؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د هند تر ولکه لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې د ۲۶ سیلانیانو تر وژل کېدو او د پاکستان او هند ترمنځ د اړیکو له ترینګلي کېدو وروسته، تازه د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي له افغانستان سره ښې اړیکې وساتي. ښاغلي شریف خیبرپښتونخوا کې یوې غونډې ته زیاته کړې، چې د اسلامي امارت مسوولینو ته یې ښکاره پیغام استولی او په هغه کې یې په ډاګه کړې، چې اسلام آباد له کابل سره د سوله‌ییزو اړیکو هیله لري؛ خو دا چاره تر هغو امکان نه لري، څو چې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان له خاورې کار اخیستل کېږي.

شهباز شریف په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې: «موږ د افغانستان سرپرست حکومت ته پرېګنده او روښانه پیغام استولی دی. که څه هم له کابل سره د سوله‌ییزو اړیکو غوښتونکي یو، خو تر هغو چې افراطي ترهګرې ډلې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان له خاورې کار اخلي، دا چاره ممکنه نه ده.»

که څه هم اسلامي امارت تازه د پاکستان لومړي وزیر د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې د پاکستاني چارواکو ورته ادعاوې بې بنسټه بللې او ټینګار یې کړی، چې اسلامي امارت هېڅ ‌ډلې ته اجازه نه ورکوي، څو د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد کار واخلي.

اوس پوښتنه دا ده، چې په ناڅاپي ډول د پاکستان په لیدلوري کې ولې ۱۲۰ درجې بدلون راغی؟

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې آند دي، چې پاکستان له وخت سره سم د خپلو ګټو پر اساس عمل کوي. د دوی به خبره، دا چې اوس د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې، ښایي هڅه وکړي د نوي ډهلي پر وړاندې کابل د خپل سټراټیژیک ملګري په توګه معرفي او له دې چارې د هغوی پر وړاندې کار واخلي.

پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج د دې پوښتنې په ځواب کې آفاق خبري آژانس ته زیاته کړه: «پاکستان چې د خپل تاریخ په اوږدو کې د لوېدیځ برنامې عملي کړې او بهرنی سیاست یې هم د خارجیانو له لوري ټاکل کېږي، خو د افغانستان په تړاو د پاکستان سټراټیژي دا ده، چې د افغانستان بهرنی سیاست په واک کې ولري، که موږ یې دا غوښتنه ومنو، نو ښایي اړیکو ښې شي. سربېره پر دې پاکستان تل له وخت سره سم د خپلو ګټو پر بنسټ عمل کړی دی، اوس یې چې له هندوستان سره اړیکې خرابې شوې، افغانستان ته یې مخه کړې او هڅه کوي هندوستان ته داسې وښیي، چې افغاستان زما یو سټراټیژیک ملګری دی.»

د سیاسي چارو شنونکی معیین‌ګل څمکنی بیا په دې اړه وایي: «د پاکستان لومړي وزیر د څرګندونو په اړه چې که د افغانستان خاوره د دوی پر ضد ونه کارول شي، کابل سره به اړیکې ښې کړې، باید ووایم، چې امنیتي مسئله افغانستان سره اړه نه لري، افغانستان په خپل قلمرو کې د دې مسئلې زمه‌وار دی او د پاکستان د کورني امنیت مسئله خپله دوی پورې اړه لري.»

د پاکستان لومړي وزیر له دې څرګندونو یوه ورځ مخکې، پرون (جمعه، غویي ۵مه) د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه آصف ومنله چې هېواد یې د تېرو درېیو لسیزو پر مهال د امرکا، برېټانیا او نورو غربي هېوادونو په لمسون د وسله‌والو ډلو ملاتړ کړی دی. د خواجه آصف دا څرګندونې د دې ښکارندویي کوي، چې دوی له تېرو درېیو لسیزو راهیسې په سیمه کې بې‌ثباتۍ ته لمن وهلې او د ترهګرو ډلو ځالې د دوی په خاوره کې دي.

دا چې اوس د پاکستان لومړي وزیر له کابل سره د ښو اړیکو هیله کړې، اسلامي امارت ته په کار ده، چې د اسلام آباد د دوه مخي سیاست قرباني نشي او په خورا دقت سره لوبه وکړي. هندوستان چې له لسیزو راهیسې یې افغانستان ته له ګټې پرته کوم تاوان نه دی رسېدلی او تل یې په افغانستان کې د سترو پراختیایي پروژو مالي ملاتړ ته اوږه ورکړې، اسلامي امارت ته په کار ده، چې له دې فرصته په استفادې هندوستان سره د اړیکو نوی باب پرانیزي او داسې پالیسي غوره کړي، چې اصل یې د بې‌پریتوب پر مبنا ولاړ وي. پاکستان چې اوس مهال له یوې خوا سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی او له بلې خوا هندوستان سره یې اړیکې ترینګلې او ان تر دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ ټولې دروازې وتړل شوې، ښایي د افغانستان له جغرافیې په استفادې خپل هغه توکي چې تر دې وړاندې یې هندوستان ته صادرول، منځنۍ آسیا او یا هم له دې لارې نورو هېوادونو ته ورسوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد