د نړۍوالې جنایي محکمې پرېکړې ته د ا.ا غبرګون؛ داسې اوتې بوتې زموږ پر هوډ اغېز نشي کولی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د نړۍوال جنايي محکمې له‌خوا د اسلامي امارت د مشر او قاضي‌القضات د نيولو حکم له صادرېدو وروسته، د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد په يوه خبرپاڼه کې د دې محکمې مشروعيت رد کړی او زیاته کړې يې ده، چې اسلامي امارت په دې نامه نه کومه محکمه پېژني او نه هم ورته ژمنتیا لري. ښاغلي مجاهد ټينګار کړی چې دغه ډول حکمونه د سرپرست حکومت پر شرعي او سياسي موقف هېڅ اغېز نشي لرلی او دا اقدام يې د دوه‌ګوني چلند نښه بللې ده.

په خبرپاڼه کې همداراز د غزې بشري ناورین پر وړاندې د نړۍوالو ادارو پر چوپتيا سخته نیوکه شوې او د نړيوالې جنایي محکمې دا پرېکړه یې، سیاسي او د افغانستان خلکو د ديني او فرهنګي ارزښتونو پر وړاندې بې‌اعتنایي بللې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې خبرپاڼه کې زیاته کړې: «داسې اعلانونه او اوتې بوتې، د اسلامي امارت په کلک هوډ او شرعي موقف باندې هيڅ اغیز نشي کولای. موږ د نړیوالې جنایي محکمې په نوم او عنوان هیڅ نهاد نه پيژنو او نه ورته کوم التزام لرو. په داسې حال کې چې د فلسطین په غزه کې د اسرائیلي صهیونیست رژیم او د هغو د بهرنیو ملاتړو لخوا نسل وژنه روانه ده او د په اصطلاح نړیوالې محکمې تر سترګو لاندې هره ورځ سلګونه ښځې او ماشومان بې له کوم دلیل څخه وژل کیږي د بشرحقوقو، نړیوالې محکمې او انصاف شعارونه ورکول د شرم او خجالت خبره ده.»

د افغانستان وضعیت ته د رسېدو په دوام، نړۍوالې جنایي محکمې اعلان کړی چې د دې محکمې د مقدماتي څېړنو دويمې څانګې تېره شپه د اسلامي امارت د مشر شيخ هبت‌الله اخندزاده او قاضي‌القضات شیخ عبدالحکيم حقاني د نيولو حکم صادر کړی دی.

د حقوقي مسایلو کارپوه حکمت‌الله حکمت د نړۍوالې جنایي محکمې د دې پرېکړې په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «نړيواله جنایي محکمه د ټولو هېوادونو لپاره قانوني اعتبار نه لري. هغه هېوادونه چې د دې محکمې د رومي اساسنامې لاسليک کوونکي نه دي، د دې محکمې پرېکړې ورباندې نه عملي کېږي. دا محکمه له خپل تاسيس راهيسې نه شفافيت لري او نه هم اجرايي ځواک.»

د سياسي چارو شنونکی عزيز ستانکزی بیا آفاق خبري آژانس سره په دې اړه داسې لیدلوری لري: «دا حکم هېڅ قانوني اعتبار نه لري. افغانستان دا مهال په ملګرو ملتونو کې رسمي استازيتوب نه لري او ډېری هېوادونه هم اوسني حکومت په رسمیت نه پېژني. له نړيوالې جنايي محکمې سره د افغانستان د سرپرست حکومت هېڅ سياسي يا حقوقي اړيکه نشته. که وګورو، نن سبا په نړۍ کې داسې اشخاص شته چې د همدې محکمې له‌خوا د نيولو حکمونه پرې صادر شوي، لکه د روسیې ولسمشر يا د اسرایيلو لومړی، خو لا هم خپلو دندو ته دوام ورکوي.»

بل‌خوا، د ملګرو ملتونو ویاند اسټیفن دوجاریک په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې ملګري ملتونه د نړيوالې جنايي محکمې پرېکړې ته درناوی لري، خو له سرپرست حکومت سره د افغان ولس د ملاتړ په پار خپلو سياسي همکاریو ته دوام ورکوي. د ملګرو ملتونو ویاند اسټیفن دوجاریک د دې پرېکړه په اړه خپل دریځ داسې بیان کړی: «موږ نړيوالې جنايي محکمې ته بشپړ درناوی لرو. زموږ همکاري له دې ادارې سره د موجودو هوکړو پر بنسټ ده. همدغو عملي دلایلو ته په پام، موږ کولای شو له هغو اشخاصو سره هم اړیکې ته دوام ورکړ، چې د دوی له لوري یې د نیولو حکم صادر شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کب میاشتې په دویمه نېټه اسلامي امارت د دې محکمې پخواني څارنوال کریم خان د هغو څرګندونو په غبرګون کې، چې ګواکې د اسلامي امارت مشر او قاضي القضات د نیولو حکم دې صادر شي، ویلي وو، چې د روم په اساسنامه کې یې د افغانستان غړیتوب پای‌ته رسولی او نور دا محکمه ورته قانوني اعتبار نه لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد