د م.م کلنۍ اسمبلې ته د شاهین غبرګون؛ د ا.ا څوکۍ نه باید د سیاسي فشار په توګه وکارول شي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ملګرو ملتونو اتیایمې عمومي اسمبلې له پیلېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان څوکۍ موضوع لا هم پر ځای دی. افغانستان په دغه سازمان کې د غړیتوب نه لرلو له امله، یو ځل بیا په عمومي اسمبله کې د رایې ورکړې له حق محروم شوی دی.

خو د ملګرو ملتونو څوکۍ ته د اسلامي امارت نوماند سهیل شاهین دا د افغانستان د خلکو مشروع حق بولي او ټینګار کوي، چې دا څوکۍ نباید د سیاسي فشار وسیلې په توګه وکارول شي. ښاغلي شاهین له هغو هېوادونو، چې اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري غوښتي، چې د افغانستان د دې مشروع غوښتنې ملاتړ وکړي.

سهیل شاهین آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه زیاته کړه: «ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د اسلامي امارت او زموږ د خلکو حق دی. موږ د نړۍ له آزادي‌خوښو او خپلواکو هېوادونو غواړو، چې د اسلامي امارت د دې مشروع غوښتنې ملاتړ وکړي. له بده‌مرغه چې د ځینو معلوم‌الحال هېوادونو له لوري دا څوکۍ د اسلام پر وړاندې د فشار وسیلې په توګه کارول کېږي، په داسې حال کې چې دا یو ناروا عمل دی؛ ځکه دا چاره د دې لامل شوې، چې افغانان ونشي کولی خپلې غوښتنې او اړتیاوې نړۍوالو ته ورسوي.»

په ورته وخت کې، د نړۍوالو چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې د رایې له حق د افغانستان محرومول، سیاسي پرېکړه ده نه حقوقي او دا چاره د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف بولي.

د نړۍوالو چارو شنونکی بلال فاطمي آفاق خبري آژانس سره خبرو کې د ملګرو ملتونو د دې پرېکړې په اړه وایي: «افغانستان د ملګرو ملتونو د تاسیس راهیسې د دغه سازمان رسمي غړی پاتې شوی او د دولت په توګه یې حقوقي شخصیت هېڅکله له منځه نه دی تللی. ملګري ملتونه د دې صلاحیت نه لري، چې د دولت په توګه د افغانستان له موجودیت انکار وکړي؛ ځکه هغه څه چې د بحث وړ دي، صرف د افغانستان استازولي ده. دا د افغانستان دولت په اړه یوه سیاسي پرېکړه ده، نه حقوقي.»

د سیاسي چارو شنونکی سید عبدالمقدم امین بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «

 

د ویلو ده، چېد ملګرو ملتونو اتیایمه کلنۍ اسمبله نن د متحده ایالتونو په نیویارک کې پیل شوه. په دې اوه ورځنی سرمشریزه کې د څه باندې ۱۴۰ هېوادونو مشرانو، له هغې ډلې د نړۍ ۹۰ ولسمشرانو ګډون کړی دی.

د راپورونو له مخې، تر دې دمه د نړۍ مشرانو دې سرمشریزې ته په خپلو ویناوو کې په اروپا او منځني ختیځ کې د ستونزو هواري، اقلیمي بدلونونو، د مصنوعي ځیرکتیا چټکې ودې او همداراز د ملګرو ملتونو سازمان په جوړښتونو پر اصلاحاتو ټینګار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *