د م.م له لوري تصویب شوي پرېکړه‌لیک ته د ا.ا غبرګون؛ د دې پرېکړه‌لیک مهم موارد څه دي؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د امارت اسلامي بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو له لوري تصویب شوی پرېکړه‌لیک د شته واقعیتونو په پام کې نه نیولو له امله رد کړ. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې، د امنیت ټینګښت، مخدره توکو سره مبارزې او اقتصادي ودې پر وړاندې د پرتو خنډونو لرې کولو په برخه کې، د یو شمېر هېوادونو د مثبتو ارزونو هرکلی کړی دی. د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت همداراز زیاته کړې، چې د دې پرېکړه‌لیک سپارښتنې او غوښتنې به د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په رڼا کې وارزوي او د ممکنه همکارۍ موارد به پکې تشخیص کړي.

د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې يوه برخه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت په پورتني پرېکړه‌لیک کې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت، له مخدره موادو سره د مبارزې په ډګرونو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو ستاینه، د افغانسان له خلکو سره د بشري او سیاسي اړتیاوو په برخه کې د مرستې، او د افغانستان د اقتصادي ودې پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو او هېوادونه له افغانستان سره له خپلمنځي سیالیو پرته مثبت تعامل ته را بلل مثبت ارزوي.»

تېره شپه، د ملګرو ملتونو عمومي مجمعې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړه. په دې غونډه کې، آلمان چې د افغانستان وضعیت په اړه د تصویب شوي پرېکړه‌لیک اصلي تنظیموونکی و، له اوسني حکومت سره د تعامل پر اړتیا او د دوحې په بهیر کې پر مشارکت ټینګار وکړ. د اروپايي ټولنې استازي هم د دې پرېکړه‌ليک ملاتړ وکړ او دا یې د رغنده خبرو اترو د دوام او د سوله‌ییز او ثبات لرونکي افغانستان لپاره ژمنتیا وبلله.

ملګرو ملتونو کې د آلمان دایمي استازې آنتیه لیندرتسه په دې غونډه کې وویل: «د ډېرو نورو هېوادونو په څېر، آلمان هم په دې باور دی، چې طالبانو سره له تعامل پرته بل هېڅ بدیل نشته او موږ به د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د دوحې په بهیر کې مشارکت ته دوام ورکړو.»

ملګرو ملتونو کې د اروپایي ټولنې استازی استاوروس لامبرینیدیس بیا د دې پرېکړه‌لیک پّ اړه وایي: «اروپايي ټولنه لا هم د افغانستان له خلکو ملاتړ او له خپلو نړۍوالو شریکانو سره په ګډه، دغه هېواد کې سولې، ثبات او سوکالۍ ته ژمنتیا لري. کوم پرېکړه‌لیک چې نن زموږ مخ‌ته پروت دی، زموږ د ګډ مسوولیت منعکس کوونکی دی او د راتلونکو رغنده خبرو اترو د دوام لپاره غوره بنسټ دی.»

په ورته وخت کې، د روسیې، چین، قطر، سعودي عربستان، هند او پاکستان استازو په دې غونډه کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د سیمه‌ییز تعامل، د دغه هېواد له ثبات او پرمختګ ملاتړ او همداراز له نړۍوالې ټولنې سره د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. دوی په افغانستان کې د بشري او سیاسي بحرانونو د حل لپاره د واقع‌بینانه حل‌لارو او اغېزمنو همکاریو غوښتنه کړې ده.

ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي مرستیالې آنا یویستیگنیوا په دې غونډه کې زیاته کړې: «موږ ناهیلي یو چې ځینې لویديځ هېوادونه ان د هغو سیمه‌ییزو هېوادونو نومونه هم نه اخلي چې کولای شي رغنده رول ولوبوي. دا میکانېزمونه افغانستان سره د تعامل یوازیني سیمه‌ییز پلټفارمونه دي.»

ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازی ګنګ شوانګ بیا په دې غونډه کې د افغانستان پر ملاتړ ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: «چین تل د افغانستان د مسئلې په اړه د نړیوالو او سیمه‌ییزو همغږیو پیاوړتیا ته ژمن پاتې شوی. موږ هڅه کړې، چې سیمه‌ییز هېوادونه افغانستان ته پام او ملاتړ زیات کړي او دغه هېواد سره مرسته وکړي، څو ژر تر ژره په سیمه‌ییزو اړیکو او اقتصادي ادغام کې خپل ځای پیدا کړي.»

علیاء احمد بن سیف آل‌ثاني ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې دې غونډې ته ویلي: «د قطر دولت افغانستان سره د سولې او ثبات ټینګښت او په دې برخه کې د شته ننګونو د له منځه وړلو په برخه کې همکارۍ او ملاتړ ته ژمن دی.»

ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی عاصم افتخار احمد بیا په دې غونډه کې پر یوه واقع‌بینانه لار نقشه ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: «پاکستان افغانستان سره د تعامل په برخه کې د سیمه‌ییزو او نړۍوالو هڅو ملاتړ کوي. اړتیا ده، چې موخې روښانه او یوه مواقع‌بینانه لارنقشه جوړه شي، داسې لارنقشه چې د افغانستان له ټولنیزو او سیاسي جوړښتونو سره سمون ولري او د افغانستان د خلکو ګټې خوندي کړي.»

بل‌خوا، د امریکا استازي په دې غونډه کې ټینګار کړی، چې افغانستان باید بیا د ترهګرو په پټنځای بدل نشي، بلکې د ثبات او سیمه‌ییزې همکارۍ عامل وګرځي. د ملګرو ملتونو د اقتصادي شورا لپاره د امریکا استازی جاناتان شریر، چې د آلمان له لوري یې پرېکړه‌لیک ته هم منفي رایه ورکړه، ویلي: «د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، د مخدره توکو له منځه وړل او سیمه‌ییز امنیت هغه څه دي چې زموږ ګډې ګټې ایجابوي او ډاډ ترلاسه شي، چې افغانستان به بیا هیڅکله د ترهګرو پټنځای نه ګرځي، بلکې د ثبات او سیمه‌ییزې همکارۍ په یوه مثبت عامل به بدلېږي.»

د ملګرو ملتونو عمومي مجمعې د دې غونډې په پای کې، د آلمان وړاندیز شوی پرېکړه‌ليک د ۱۱۶ مثبتو او ۱۲ ممتنع رایو سره تصویب شو، په داسې حال کې چې امریکا او اسرائیلو منفي رایې وکارولې. په دې پرېکړه‌ليک کې د بشري حقونو د وضعیت د خرابوالي په اړه اندېښنه ښودل شوې او د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو او له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره د دوحې بهیر خبرو پر دوام ټینګار شوی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد