د کورنیو او نړیوالو غبرګونونو په دوام، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په کندوز ولایت کې وروستی ځانمرګی برید یو وحشیانه عمل بللی او په سختو ټکو یې غندلی دی.
د دې شورا غړو په یوه خپاره کړي بیان کې، د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ تر څنګ، ټینګار کړی چې تروریزم د افغانستان او نړۍ د سولې او امنیت لپاره تر ټولو جدي ګواښ دی.
په خبرپاڼه کې د ترهګریزو بریدونو د عاملینو، مالي ملاتړ کوونکو او تنظیموونکو پر محاکمې ټینګار شوی دی.
د امنیت شورا غړو له ټولو هېوادونو غوښتي چې د خپلو ژمنو او نړیوالو قوانینو پر بنسټ، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له یو بل سره فعاله همکاري ولري.
د امنیت شورا غړو زیاته کړې چې هر ډول ترهګریزه کړنه، پرته له دې چې د څه لپاره ترسره کېږي او په هر ځای کې چې وي، د منلو نه ده او یو جنایت بلل کېږي.
له دې سره سم، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله هم د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ تر څنګ، یاد برید په کلکو ټکو غندلی او هغه یې د بشري او اسلامي اصولو خلاف عمل بللی دی.
د یادونې ده، چې د روانې اونۍ د سې شنبې په سهار (سلواغې ۲۳مه)، کندوز کې د کابل بانګ مخې ته ځانمرګي برید کې، چې پړه یې داعش ډلې پر غاړه واخیسته، پنځه کسان ووژل شول او اووه نور ټپیان شول.
