بهرنیو چارو وزارت

د مصر او یو شمېر افریقایي هېوادونو له زندانونو ۱۷ افغان بندیان آزاد شول

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې قاهره کې د ا.ا.ا لوی سفارت په مرسته د بېلابېلو هېوادونو له زندانونو ۱۷ افغان بندیان آزاد شوي دي.
بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا زندانیان د مصر، مراکش، سوډان او موریتانیا هېوادونو په زندانونو کې په بېلابېلو دلایلو بندیان وو، آزاد او د آریانا افغان هوایي شرکت الوتکې په مرسته هېواد ته را ولېږدول شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د بندیان د آزادۍ دا پروسه د مصر پلازمېنه قاهره کې د اسلامي امارت لوی سفارت او یادو هېوادونو د استازو په همغږۍ ترسره شوې ده.
بهرنیو چارو وزارت ډاډ څرګند کړی، چې راتلونکي کې به هم د افغان اتباعو د ساتنې او د هغوی د حقونو د خوندي کولو په پار خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د (سلواغې په ۲۵مه) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د ۶۳ افغان کډوالو د خلاصون خبر ورکړی و.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد