د مسکو فارمټ غونډه؛ افغانستان کې پر اغېزناک ثبات د ایران او چین ټینګار

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ایران بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا برخې مسوول محمد رضا بهرامي د «افغانستان په اړه د مسکو فارمټ» غوندې په څنډو کې، افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د حضور تجربې ته په اشارې سره، دا چاره د سیمې د بې‌ثباتۍ او سخت‌دریځۍ مهم لامل بللی دی.

ښاغلي بهرامي زیاته کړې، چې دغه پوځي حضور نه یوازې د افغانستان د خلکو امنیت ګواښلی و، بلکې د ګاونډیو هېوادونو لپاره یې هم امنیتي ګواښونه او ننګونې رامنځته کړې وې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا برخې مسوول محمد رضا بهرامي زیاته کړې: «افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو حضور د سخت‌دریځو ډلو د پیاوړتیا لامل شو. دا چاره د بې‌ثباتۍ، سخت‌دریځۍ زیاتوالي، د سیمې هېوادونو لپاره د امنیتي ګواښونو رامنځته کولو ترڅنګ، د افغانستان د خلکو او ګاونډیو هېوادونو لپاره ننګونې هم رامنځته کړې وې.»

د سیاسي چارو شنونکی میاګل وثیق د مسکو فارمټ غونډې په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د مسکو فارمټ په غونډه کې څو مهم موضوعات مطرح شول: د امریکا او نورو هېوادونو د پوځي حضور په اړه اندېښنې، د ټولګډونه حکومت د جوړېدو اړتیا او د سیمه‌ییزو هېوادونو د ګډو همکاریو اهمیت. همدارنګه د داعش فعالیتونه او د دوی د روزنیزو مرکزونو جوړېدل په ځینو سیمه‌ییزو هېوادونو کې تر بحث لاندې ونیول شول. دا موضوعات کولی شي د افغانستان د ثبات او حاکمیت د پیاوړتیا لامل شي، که څه هم تر اوسه پراخ عملي نتایج نه دي تر لاسه شوي.»

له دې سره هم‌مهاله د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د دې غونډې په څنډو کې ویلي، چې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان د «مسکو فارمټ» غونډې وروستي پرېکړه‌لیک په لاسلیک کولو سره، په رسمي توګه په دې جوړښت کې د اسلامي امارت غړیتوب ثبت کړ.

هغه همداراز ټینګار کړی، چې اسلامي امارت دا مهال پر افغانستان اغېزمن کنټرول او مدیریت لري او په خبره یې، ګاونډیو او د سیمې هېوادونو هم په تدریج سره دا واقعیت منلی دی. یویه شیایونګ زیاته کړې: «ګاونډیو او د سیمې ټولو هېوادونو اوس دا واقعیت درک کړی، چې د افغانستان اوسنی حکومت په اغېزناکه توګه د دغه هېواد د مدیریت او کنټرول وړتیا لري.»

د نړۍوالو چارو یو شمېر نور شنونکي هم په دې باور دي، چې د مسکو فارمټ په غونډه کې د امیر خان متقي رسمي ګډون کولی شي د افغانستان دریځ په سمه توګه بیان او همداراز د ناسمو برداشتونو په اصلاح سره د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو او همکاریو پیاوړتیا زمینه برابره کړي.

د نړۍوالو چارو شنونکی عمر صمد بیا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې د روسیې فدراسیون له لوري اسلامي امارت ته د رسمي بلنې په اړه وایي: «په مسکو فارمټ غونډه کې د رسمي حکومتي استازي په توګه ګډون د روسیې فدراسیون له لوري په رسمیت پېژندل کېږي، چې دا خپله یوه نوې موضوع ده او بې له شکه به پر دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه پر سیمه‌ییزو څو اړخیزو تعاملاتو اغېز ولري.»

د نړۍوالو چارو بل شنونکی بلال فاطمي بیا آفاق خبر آژانس سره خبرو کې په دې اړه داسې لیدلوری لري: «تر دې وړاندې د افغانستان په اړه په دې فارمت کې ډېرې پرېکړې د افغانستان د پلاوي له ګډون پرته کېدې. په هغه وخت کې پاکستان افغانستان د یو بې‌ثباته هېواد، د سیمې لپاره ګواښ، او د تروریزم او داعش سرچینه ګڼله. اوس د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون سره په دې غونډه کې داسې فضا رامنځته شوې چې دوی کولای شي خپل نظرونه او اندېښنې په مستقیم او روښانه ډول بیان کړي او د افغانستان په اړه پر واقعیتونو بنسټیز بحث او اندونه تبادله کړي.»

د ویلو ده چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اوومه مشورتي غونډه پرون جوړه شوه، چې پکې له څلورو کلونو ځنډ وروسته، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په دې غونډه کې په رسمي توګه ګډون او وینا وکړه.

د دې غونډې په پرېکړه‌لیک کې له افغانستانه د یوه خپلواک او سوله‌ییز هېواد په توګه د ملاتړ ترڅنګ، د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا، له سیاسي ملاحظاتو پرته د افغانستان خلکو سره بشري مرستې او همداراز له ترهګرۍ سره مبارزې او په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو لپاره د اډو پر نه منلو ټینګار وشو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *