د مذاکرې له مېز سیاسي تېښته او د پاکستان غیر منطقي غوښتنې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت او پاکستاني پلاوو ترمنځ د مذاکراتو له درېدو وروسته، یوې باخبره سرچینې آفاق خبري اژانس ته وویل، چې د پاکستان پلاوي استازي په ترکیه کې حضور لري، خو د خبرو اترو بېرته پیلېدل نن (پنجشنبه) نه دي قطعي شوي. د سرچینې په خبره، د خبرو اترو په لړ کې د پاکستاني پلاوي دریځ «غیر منطقي» ارزول شوی او له پاکستاني لوري غوښتل شوي، چې په خپلو غوښتنو بیاکتنه وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی سید عبادالله صادق آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه وایي: «پاکستان باید له تېرو خوبونو او خیالونو لاس واخلي. د سیمې ستر هېوادونه غواړي چې ثبات او امنیت ټینګ شي او افغانستان د دې سیمې د یوې برخې په توګه فعال رول ولري. د پاکستان غیرمنطقي غوښتنې د دې لامل شوې چې خبرې بن‌بست ته ولاړې شي او په پایله کې همدا هېواد د خبرو د درېدلو مسوول وګرځي. حتی د پاکستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو ترمنځ اختلافاتو هم پر دې وضعیت اغېزه کړې ده.»

دغې باخبره سرچینې زیاته کړه، چې پاکستاني پلاوي له اسلامي امارت غوښتي، څو داسې ډاډ ورکړي، چې نور به پاکستان کې هېڅ ډول امنیت ضد پېښه نه رامنځته کېږي او د پاکستاني طالبانو تحریک غړي دې هم د دغه هېواد خاوره پرېږدي او افغانستان ته دې ولېږدول شي. د سرچینې په خبره، د پاکستاني پلاوې د دې غوښتنې په غبرګون کې د اسلامي امارت استازو ټینګار کړی، چې دا ځواکونه د پاکستان وګړي دي او دا ډول ژمنتیا هېڅ امکان نه لري. د اسلامي امارت پلاوي وړاندیز کړی، چې یوازې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو تحریک د حضور په صورت کې، کولی شي هغوی له خاورې ایستلو ته اړ کړي.

سرچینې همداراز زیاته کړه، چې تر دې دمه د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه هېڅ راز مذاکره نه ده شوې. د سرچینې په خبره، که پاکستاني پلاوی خپلې غوښتنې بدلې نه کړي، د مذاکراتو کامیابېدو امکان کم دی. د نړۍوالو چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال آفاق سره په دې اړه وایي: «پاکستان او افغانستان یو ډېر تاریخي او پېچلی مشکل لري او رښتیا هم دا ننګونه د دواړو هېوادونو د ټیټې کچې د پلاوو له لوري نه شي حل کېدای. له همدې امله اړینه ده چې له پیله د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل باور رامنځته شي او بېلابېل هېوادونه رغوونکی او مسوول رول ولوبوي. پاکستان هېڅکله د افغانستان لپاره د باور وړ نه ‌دی پاتې شوی او تل یې نامطمئن او دښمنانه چلند کړی دی.»

په همدې حال، د پاکستان لومړي وزیر سلاکار ویلي، چې افغانستان سره د اړیکو دوام باید د مذاکراتو او خبرو اترو له لارې پرمخ یووړل شي، خو زیاته کړې یې ده، چې مذاکرات یوازې هله بریالي کېدای شي، چې افغان لوری په بشپړ ډول قانع شي. د پاکستان لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناءالله په دې اړه زیاته کړې: «له افغانستان سره باید د خبرو اترو له لارې مخته لاړ شو، خو تر هغو چې مقابل لوری په بشپړ ډول قانع نه کړل شي، مذاکرات به نتیجه ونه لري.»

د سیاسي چارو شنونکی  توریالی ځاځی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «پاکستان د افغانستان په وړاندې یوه ډېره جنایتکاره تګلاره او اجنډا لري. په پاکستان باور کول یوه ستره تېروتنه ده. د پاکستان له جوړېدو تر نن ورځې پورې — په تېرو شاوخوا څلورو لسیزو کې — داسې هېڅ جنایت نشته چې دوی په افغانستان کې نه وي کړی. موږ باید نور دا موضوع ختمه کړو او خپل وخت ضایع نه کړو، پاکستان په خپله یو جنایت دی. هر هغه هېواد چې ستونزه لري، باید په خپله د افغانستان د مشرانو سره دننه په هېواد کې خبرې وکړي. او نور باید موږ هېڅ هېواد ته اجازه ورنه کړو چې د افغانستان په اړه پرېکړې وکړي.»

له دې سره هم‌مهاله، پاکستان کې د اسلامي امارت پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف ټینګار کړی، چې د اختلافاتو د حل یوازینۍ لار خبرې اترې او تفاهم دي او په خبره یې، جګړه ستونزې نشي حلولی.

پاکستان کې د اسلامي امارت پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «د افغانستان او پاکستان د ستونزو د حل یوازینۍ لاره د تفاهم او خبرو لاره ده، جنګ موضوع نشي حل کولای نهایت یې بیرته تفاهم دی، دمکۍ او تهدید د نا اهلو خلکو کار دی باید ځيني اجتناب وشي، د پاکستان او افغانستان سیاسیون باید د تفاهم غږ پورته کړي. په ځانګړي توګه د پښتونخوا او بلوچستان سیاسیون.»

د سیاسي چارو شنونکی یحیی چاووش بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د استانبول د مذاکراتو په ترڅ کې د پاکستان لوري له خوا وړاندې شوې طرحې د منلو وړ او عملي نه وې. دغه طرحې عملي او منطقي نه وې او پاکستاني لوري تمه لرله چې اسلامي امارت به د پاکستاني طالبانو  مرکزونه په افغانستان کې له منځه یوسي او ورته مشابه فعالیتونه به په پاکستان کې ودروي. هغوی همدارنګه غوښتل چې د افغانستان د دیپلوماتیکو او سیاسي اړیکو کچه له نورو هېوادونو سره ټيټه شي، چې دا په څرګنده توګه د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس‌وهنې په مانا ده. د پاکستان د لوري د خبرو طرز ډېر توند او بې‌شرمانه و او د غونډې فضا یې له تشنج ډکه کړې وه.»

د ویلو ده، چې د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ له شاوخوا یوې اونۍ نښت وروسته، دواړو لورو د مذاکراتو لومړي پړاو کې پر اوربند هوکړه وکړه. د مذاکراتو دویم پړاو چې په استانبول کې پیل شوی، نن یې شپږمه ورځ ده، خو تر اوسه دواړه لوري کومې مشخصې پایلې ته نه دي رسېدلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *