د متحده عربي اماراتو له بندخونو د څه باندې ۱۰۰ افغان بندیانو خوشي کېدل

بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د دغه وزارت د پرله‌پسې هلو ځلو په پایله کې، د متحده عربي اماراتو د دولت مشرتابه د یاد هېواد د ملي ورځې په مناسبت شاوخوا ۱۰۸ افغان بندیان له بندخونو آزاد کړي، چې یو شمېر یې هېواد ته راستانه شوي او د پاتې نورو د راستنېدو بهیر به نږدې راتلونکي کې بشپړ شي.

د دغه وزارت د عامه اړیکو رییس زیاتوي، چې اسلامي امارت د متحده عربي اماراتو د دولت له همکارۍ او دغه بشري ګام هرکلی کوي او په خبره یې، بهرنیو چارو وزارت به، په بهر کې د افغان بندیانو د قضیو د تعقیب په برخه کې خپلې هڅې دوامداره وساتي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په دې اړه وایي: «د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت په ځانگړي هدايت او په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت لوی سفارت د پرله‌پسې هڅو په پايله کې، د متحده عربي اماراتو د دولت مشرتابه د دغه هېواد د ملي ورځې په مناسبت شاوخوا ۱۰۸ تنه افغان بندیان له بندخونو خوشې کړل، چې ځيني خوشې شوي افغانان هېواد ته راستانه شول او د پاتې کسانو د راستنېدو بهير به د اړوندو قانوني پروسو تر بشپړېدو وروسته په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي.»

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي په کوربه هېوادونو کې د افغانانو د حقونو ټینګښت د اسلامي امارت له مسؤلیتونو ګڼي او ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو د ملاتړ او تعقیب لپاره جدي هڅې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالي ځاځی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د څو هغو بندیانو خوشې کېدل چې ازاد شوي دي، د هر حکومت مسؤلیت دی چې خپل خلک له دې ډول ستونزو وژغوري، په ځانګړي ډول د ځورېدلي افغان ولس.»

مطالب بیشتر:  د امریکا په ملاتړ د افغانستان بې‌ثباتۍ لپاره د اسلام‌اباد پر هڅو د کابل سخته نیوکه

د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی بیا وایي: «د اسلامي امارت په هلو ځلو د افغان بندیانو خوشې کېدل کولای شي د امارت نفوذ لا زیات کړي. اسلامي امارت باید هڅه وکړي چې افغان بندیان، په ځانګړي ډول هغه کسان چې پرته له کوم جرم نیول شوي، ازاد کړي او د هغوی د حقونو د ټینګښت لپاره پراخې هڅې ترسره کړي.»

د ویلو ده، چې د اسلامي امارت له هلو ځلو سره سره، لا هم لسګونه افغان بندیان د بېلابېلو هېوادونو په زندانونو کې ساتل کېږي، چې د اسلامي امارت د چارواکو په وینا، د هغوی حقوقي وضعیت او بېرته راستنېدو بهیر په جدي توګه څارل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *