د لندن په غونډه کې د امریکا غیبت او د روسیې غوسه: د اوکراین د سولې کلۍ د چا په لاس کې ده؟

د جمعې په ورځ (کب، ۱۰مه) په سپینه ماڼۍ کې د زلنسکي او ټرمپ ترمنځ تر ترینګلې لیدنې او لفظي شخړې وروسته، په اروپا کې له اوکراین د امریکا د ملاتړ په تړاو اندېښنې زیاتې شوې دي. دا کړکېچ وروسته له هغه زیات شو، چې ټرمپ زلنسکي “دیکتاتور” وباله او زلنسکي ټرمپ تورن کړ چې د اروپا رول یې له پامه غورځولی، چې بالاخره دې چارې د واشنګټن او کیف ترمنځ اړیکې لا ترینګلې کړې. له دې پېښې وروسته، د اروپایي هېوادونو مهمو مشرانو، په ځانګړي ډول د فرانسې ولسمشر او د برېټانیا لومړي وزیر اوکراین ته د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ. دا کړنې د دې ښکارندویي کوي چې اروپا غواړي له واشنګټن د احتمالي شاتګ په صورت کې، تشه ډکه کړي او د کړکېچ د حل په بهیر کې رغنده رول ولوبوي.

وروسته له هغه چې زلنسکي د ټرمپ له لیدنې ناهیلی او خالي لاس ووت؛ سمدلاسه یې اروپا ته مخه کړه. د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ (کب، ۱۲مه) د اروپایي مشرانو او زلنسکي په ګډون د لندن غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د برېټانیا لومړي وزیر کی‌یر سټارمر اعلان وکړ چې اروپا به د اوکراین پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي، پر روسیې به فشار زیات او په خبره یې، په اوکراین کې د تلپاتې او عادلانه سولې ټینګښت لپاره یې څلور مرحله‌یي طرحه چمتو کړې او تمه ده دا طرحه د امریکا ملاتړ جلبولو لپاره وړاندې شي. دا غونډه له اوکراین د ملاتړ په موخه د ټرمپ په مشرۍ د امریکا د احتمالي شاتګ په صورت کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د اوکراین ولسمشر زلنسکي د اروپا له پرېګنده ملاتړ خوښي وښوده او پر یووالي یې ټینګار وکړ.

د برېټانیا لومړي وزیر د لندن غونډې د څلور مرحله‌یي پلان جزیات په لاندې ډول بیان کړل.
• تر هغو چې جګړه روانه وي، اوکراین ته د پوځي مرستو برابرول او پر روسیې د اقتصادي فشار زیاتوالی.
• د سولې هر ډول پرېکړه باید په اوکراین کې تلپاتې او عادلانه سوله ټینګه کړي او یاد هېواد باید د سولې اړوند هر ډول مذاکراتو کې حضور ولري.
• د سولې هوکړې په صورت کې، د اروپایي هېوادونو موخه دا ده چې پر اوکراین د بیاځلي برید مخه ونیول شي.
• او د اوکراین د دفاع او سولې د تضمین لپاره به د “رضاکارانو یو ائتلاف” رامنځته شي.

د لندن غونډې د پایته رسېدو په تړاو غبرګونونه
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي، د دې غونډې له پایته رسېدو وروسته خبري ناستې ته وویل که د ستونزو د هواري په موخه د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا بلنه ورکړل شي، دی به دا بلنه ومني. زلنسکي همداراز وویل چې اوکراین له امریکا سره د کمیابه کانونونو د تړون لاسلیک ته لېواله دی.

د زلنسکي له دې څرګندونو داسې ښکاري، چې ښایي نوموړی له ټرمپ سره د لفظي شخړې په اړه پېښمانه وي او له همدې مله یې د امریکا له ملاتړ د مننې ترڅنګ وویل: «د سولې لپاره ډیپلوماټیکې هڅې به دوام ولري، څو ټول د یو بل ترڅنګ واوسو– اوکراین، ټوله اروپا او په قطعي ډول امریکا. موږ د امریکا پر ارزښت پوهیږو او د هر هغه ملاتړ منندوی یې یو چې تر اوسه یې راسره کړی دی.»
زلنسکي لا هم هیله‌من دی، چې له ټرمپ سره خپلې اړیکې بېرته ورغوي، خو ټینګار یې درلود چې مذاکرات باید د یوه بېل چوکاټ پر بنسټ مخته لاړ شي. نوموړي زیاته کړه: «امریکا به له اوکراین سره خپلې مرستې بندې نه کړي، ځکه د دې مرستو بندېدل یوازې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ګټه دي.»

بلخوا بیا په دې غونډه کې د فرانسي ولسمشر او برېټانیا لومړي وزیر د اوکراین جګړې په تړاو د یوې میاشتنې اوربند وړاندیز کړی دی. د پاریس او لندن په دې وړاندیز کې “د هوا، سمندرونو، او د انرژۍ پر زیربناوو” د بریدونو بندېدل شامل دي. لا روښانه نه ده، چې دا وړاندیز به د امریکا او روسیې له هرکلی سره مخ شي کنه؟

د لندن غونډه داسې مهال له اوکراین د اروپایي هېوادونو د پرېګنده ملاتړ په تړاو پایته ورسېده، چې تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، د ټرمپ د عملي ګامونو ستاینه کړې وه او د اروپا اقدامات یې د جګړې د دوام هڅه بللې وه.

د هنګري لومړي وزیر د لندن غونډې پایلې “خطرناکې” بللې او په خبره یې، اروپایي مشرانو د جګړې د دوام پرېکړه کړې او کیف یې تر فشار لاندې نیولی دی. نوموړی چې دې غونډې ته نه و بلل شوی، ټینګار یې کړی، چې هېواد یې د سولې پلوی دی.

که څه هم د لندن غونډه له اوکراین سره د پوځي او مالي مرستو پر دوام پایته ورسېده، خو د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې مشخصه طرحه نه درلوده. دا غونډه، چې د نظامي ملاتړ، امنیتي تضمینونو، د امریکا رول او د سولې د مذاکراتو پر محورونو را څرخېده، کوم نوی پیغام یې نه درلود او یوازې د پخوانیو ژمنو تکرار پکې تازه شو.
دا چې له اوکراین د اروپایي هېوادونو د مشرانو ملاتړ د دغه هېواد بحران څومره حلولی شي، لا روښانه نه ده؛ خو هغه څه چې روښانه دي، دا دي، چې یوازې روسیه او امریکا کولی شي د دغه بحران د حل ګنډه خلاصه او ورته د پای ټکی کېږدي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد