د لر او بر وطن پر سینه تېرې شوې فرضي کرښې ته د مولانا فضل‌الرحمان توند غبرګون

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان پېښور کې یوې ولسي غونډې ته د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې ته په اشارې ویلي، چې ډیورنډ فرضي کرښه د افغانستان لپاره د منلو نه ده او په خبره یې، د دې کرښې په اړه باید یو اړخیز اقدام ونشي. مولانا فضل‌الرحمان د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاته کړې، چې پاکستان افغانستان کې له نا امنیو ناوړه کټه اخیستې او په دې برخه کې یې یو اړخیزې پرېکړې کړې دي.

مولانا فضل‌الرحمن په دې ولسي غونډه کې زیاته کړې: «په هر صورت، ټول پوهېږي، چې د ډیورنډ فرضي کرښې موضوع زموږ له‌خوا یو اړخیزه موضوع ده. ښایي دا کرښه د افغانستان لپاره د منلو نه وي، هغه هوکړې چې په سیمه کې شوې دي، په هغه کې نه پاکستان او نه هم افغانستان په یوازې ځان بدلون راوستلی شي. موږ د افغانستان له بې‌ثباتۍ او نا امنۍ ناوړه ګټه واخیسته او یو اړخیزې پرېکړې مو وکړې.»

د سیاسي چارو شنونکي ډیورنډ کرښه یو تپل شوې او فرضي پوله بولي او په خبره یې، څو چې دا مسئله په بنسټیزه توګه حل نشي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې به ترینګلتیاوې دوام ولري. د سیاسي چارو شنونکی معین‌ګل څمکنی آفاق خبري آژانس سره په دې اړه وایي: «د پاکستان په نامه د هېواد رامنځته کېدل او له هنده بېلتون، پاکستان داسې وانګیزله، چې د انګریز د هوکړې په نتیجه کې ورپاتې ډیورنډ کرښه به رسمي پوله واوسي، خو واقعیت داسې نه دی. د افغانستان هېڅکله دا کرښه نه مني، ځکه د دې کرښې له مخې پښتون او بلوڅ قومونه وېشل شوي. دا کرښه یوازې یو اجاره‌لیک تړون و، چې له لاسلیک یو کال وروسته یې هم خپل باور له لاسه ورکړی و. په همدې اساس د افغانستان ډېری خلک د لر او بر یو افغان اصطلاح کاروي او په دې باور دي، چې دا کرښه باید له منځه لاړه شي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی عزیز ستانکزی بیا د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه داسې لیدلوری لري: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیورنډ فرضي کرښه په ۱۸۹۳ کال کې د برېټانیا له لوري پر افغانستان وتپل شوه، چې په پایله کې یې زموږ د هېواد زیاته برخه بېله شوه. دا کرښه هېڅکله د دواړو هېوادونو له لوري د دوه اړخیزې هوکړې پر بنسټ په رسمیت نه ده پېژندل شوې او کاملاً تپل شوې او ناقانونه کرښه ده. د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي، پوځي او امنیتي مسایلو، تر اوسه د دې کرښه د اساسي حل مخه ‌ډپ کړې ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د اسلامي امارت له بیاځلي رسېدو راهیسې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ مرزي ترینګلتیاوې زیاتې شوې او د ډیورنډ فرضي کرښې پر سر اختلافات لا هم پر ځای دي او دا چاره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر وړاندې یوه له مهمو خنډونو هم ګڼل کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد