د قوانینو او احکامو پر تطبیق د اسلامي امارت مشر بیاځلي ټینګار

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند حمدالله فطرت وایي، چې د اسلامي امارت مشر پرون (یکشنبه، زمري ۷مه) کندهار کې د هرات علماوو شورا له مسوولینو سره لیدلي دي. د ښاغلي فطرت په دې خبره، شیخ هبت‌الله آخندزاده په دې لیدنه کې د علماوو پر رول د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې خلک مکلف دي د دیني عالمانو اطاعت وکړي او همداراز علماء هم مکلف دي، د حکومت او سیاست له لارې دین او شریعت پلی کړي.‎

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د شیخ‌ هبت‌الله آخندزاده په حواله وایي: «د انبیاء علیهم السلام وروسته د ټول انسانیت د اصلاح مسؤلیت د علماء کرامو پر ذمه دی، ځکه دوی د انبیاؤو علیهم السلام ورثه او نایبین مقرر شوي دي، علماء د دين په ساتنه مکلف دي، الله پاک علماء کرام مسؤل کړي دي په حاکمانو او سلاطینو باندې، او خلک مکلف دي چې د علماء کرامو اطاعت وکړي، او د علماء کرامو محاسبه د الله پاک سره ده، د علماوو ذمه وارې او منصب ډير دروند دی، او حساب یې ګران دی، د اخری زمانې په فتنو کې دین او د اسلام احیا او د شریعت حاکمول ډیره لویه خبره ده، اوس علماء کرام مکلف دي چې د حکومت او سیاست له لارو به دین، اسلام او شریعت راپورته کوي او نافذوي»

ښاغلی فطرت زیاتوي، چې د اسلامي امارت مشر په دې لیدنه کې زیاته کړې، چې تېرو ۲۰ کلونو کې د اسلام له منځه وړلو لپاره زیاتې هلې ځلې شوې دي او اوس هم دا هڅې کېږي، څو اسلامي نظام کمزوری شي او پر علماوو او دیني طبقې خلک بې‌باوره شي. شیخ هبت‌الله آخندزاده همداراز ویلي، چې څلور کاله کیږي په افغانستان کې اسلامي امارت حاکم دی، خو په خبره یې، په ټولو برخو کې هیڅ قسم اختلاف، ډلبازي، جنګونه او موانع نشته.

د حمدالله فطرت په خبره: «په تیرو شلو کلو کې د اسلام د ورکولو لپاره ډير زر، زور او پیسې کارول شوې وې، او په خلکو کې یې د شریعت جذبات، اسلامي فکر، تقوا، دینداري او ایمانداري هرڅه تغیر کړ‌ې وو، پر مدارسو او علماء کرامو چاپې وهل کیدې، او د ختمولو لپاره یې کوښښ روان وو او د فحاشۍ لپاره یې لارې خلاصولې، په تیرو شلو کلو کې لکه څنګه چې د افغانانو کورونه، جایدادونه، او ښارونه خراب او ویجاړ شول، همدارنګه د افغانانو معنویات هم خراب او ویجاړ شول. اوس هم کوښښ روان دی، تر څو دا نظام ضعیفه کړي او د علماء کرامو په منځ کې تفرقه او اختلاف واچوي، تبلیغات کوي او د نظام د کمزوري کېدو کوښښ یې روان کړی دی او غواړي خلک پر علماء کرامو بې اعتماده او پر دیني طبقه یو داغ جوړ کړي.»

د اسلامي امارت مشر د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې ویلي، چې د فرمانونو او احکامو نه تطبیق د بې اتفاقۍ او تفرقې سبب کيږي. هغه له علماوو غوښتي، چې د خلکو ترمنځ اختلافات او بدۍ ختمې کړي. شیخ‌هبت الله آخندزاده زیاته کړې، چې د قوانینو، احکامو او فرامینو په تطبیق سره د فتنو دروازه بندیږي او د شریعت د نافذولو لپاره لاره خلاصه او اسانه کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت مشر د کابل ولایت لوړپوړو مسوولینو ته د یوه ورځني اصلاحي روزنیز سمینار کې ویلي وو، چې افغانستان اوس د علماوو په لاس کې دی او ټینګار یې کړی و چې شریعت باید له کومې ملاحظې پرته عملي شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد