د غچ‌اخیستونکو بریدونو دوام؛ تر دې دمه څه باندې سل پاکستاني پوځیان وژل شوي

د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د فرضي کرښې په اوږدو کې نښتې له تېرو پنځو ورځو راهیسې دوام لري. د نښتو له شدت سره هم‌مهاله، د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت ویلي، چې د جګړې له پیل تر دې دمه، تر سلو زیات پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې په دې جګړې کې تر ۲۵ زیاتې پاکستاني پوځې اډې د اسلامي امارت ځواکونو لاس ته لوېدلې دي.

عنایت‌الله خوارزمي د هېوادوالو د اندېښنو کمولو په موخه ویلي چې د افغانستان پر فضا د پاکستان پوځي رژیم د الوتکو ګرځېدو پر مهال، افغان ځواکونه دفاعي ډزې کوي او ټینګار یې کړی، چې ښاریان دې په دې اړه اندېښنې نه کوي.

بل پلو، د اسلامي امارت د دفاع وزارت اعلان کړی چې نن د سهار په ۱۱:۴۵ بجو، د دغه وزارت دفاعي ځواکونو د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالۍ په شاوخوا کې د انګور اډې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو یو زغروال ټانک چې د افغانستان پر خاوره یې ډزې کولې په نښه او له منځه وړی دی.

د اسلاميا مارت ملي دفاع وزارت تر دې وړاندې ویلي وو، چې د دوی هوايي ځواک په کابل، بګرام او ځینو نورو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو د وروستیو بریدونو په غبرګون کې په راولپنډۍ، کوټه او خیبر پښتونخوا کې مهم پوځي اهداف په نښه کړي دي.

له بلې خوا، د کابل او اسلام آباد ترمنځ د متقابل بریدونو له زیاتوالي وروسته، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد، پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه غندلي او په دې برخه کې یې اسلام آباد “مجرم” بللی دی.

مطالب بیشتر:  د پاکستان بریدونو ته غبرګونونه؛ د ا.ا دفاع وزارت د ناوړه پایلو خبرداری ورکړی

هغه ویلي، چې اسلامي امارت چمتو دی له پاکستان سره یوې هوکړې ته ورسیږي، څو د یو بل پر وړاندې د دواړو هېوادونو د خاورو د کارولو مخه ونیول شي. خلیلزاد ټینګار کړی، چې د کړکیچونو حل یوازې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې ممکن دی.

ورته وخت کې په سیمه کې د وضعیت له ترینګلي کېدو سره سم، د چارو یو شمېر شنونکي د کابل او اسلام آباد ترمنځ شخړه د ځینو سیمه‌ییزو لوبغاړو لخوا یوه مدیریت شوې جګړه ګڼي .

د کابل او اسلام آباد ترمنځ د نښتو له زیاتېدو پنځه ورځې وروسته، لا هم د نړیوالو سازمانونو او سیمه ییزو هېوادونو له خوا کوم د پام وړ غبرګون نه دی ښودل شوی.

د دواړو خواوو ترمنځ مخ په زیاتیدونکی تاوتریخوالي، چې د تیر کال د اکتوبر راهیسې زیات شوی و، د جمعې په شپه د پاکستان د هوایي بریدونو وروسته یاد تاوتریخوالی یو نوي پړاو ته داخل شو. د دوشنبې په شپه په پکتیکا او ننګرهار کې د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۸ غړي ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *