آفاق خبري آژانس؛ کابل: د عدلیې وزارت ویاند وایي، چې وروستیو درېیو میاشتو کې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې له غاصبینو ۵۱۰ زره او ۴۴۷ جریبه ځمکه را ګرځول شوې ده. د ښاغلي رسولي په خبره، دا ځمکې چې په ناقانونه توګه غصب شوې وې، د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون له ارزونې او پرېکړې وروسته، بېرته اړوندو ادارو ته سپارل شوې دي.
د دغه وزارت ویاند آفاق خبري آژانس ته زیاتوي، چې ډېری را ګرځول شوې ځمکې په نیمروز، میدان وردګ او جوزجان ولایتونو کې دي، چې ټولټال ۳۷۲ زره جریب ته رسېږي. برکتالله رسولي په دې اړه زیاتوي: «د ځمکو غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون د ۱۴۴۶ ه.ق کال وروستیو درېیو میاشتو کې له غاصبینو او غیر شرعي متصرفینو څخه په ۱۶ ولایتونو کې څه باندې ۵۱۰ زره جریبه امارتي ځمکه استرداد کړې ده.»
د چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې اسلامي امارت باید را ګرځول شوې ځمکې په شفاف ډول او ښاري پلان پر بنسټ مدیریت کړي. د دوی په باور، له دې ځمکو باید د استوګنیزو ښارګوټو، صنعتي پارکونو او بنسټیزو پروژو په برخه کې کار واخیستل شي، څو د بیاځلي غصب مخه یې ونیول شي او همداراز د پرمختګ زمینه برابره شي.
د سیاسي چارو شنونکی معینګل څمکنی د را ګرځول شویو ځمکو په اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «هغه ځمکې چې د زورواکو له لوري نیول شوې وې، باید دولت ته را وګرځول شي او له دې ځمکه د کارخونو جوړولو، صنعتي ښارګوتو او عمومي تاسیساتو جوړولو کې ګټه واخیستل شي، څو ګټه یې خلکو ته ورسېږي. د دې ځمکو یوه برخه د ملي ګټو په پام کې نیولو سره کېدای شي په اجاره ورکړل شي او درآمد یې دولت ته راشي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی سید عبادالله صادق بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «پخوا په هېواد کې بېنظمي او بېثباتي حاکمه وه. ډېری زورواکو له خپل قدرت، پیسو او نفوذ په استفادې دولتي ځمکې غصب کړې وې او حکومتونو هم دوی سره د مقابلې وس نه درلود. اوس چې اسلامي امارت دا ځمکې بېرته را ګرځولې دي او زرګونه جریبه ځمکې بېرته دولت ته را ګرځول شوې، کېدای شي له دې ځمکو سمه استفاده وشي. که په دې ځمکو کې چا کور جوړ کړی وي او کلونه یې پکې ژوند کړی وي، ښه به وي چې دولت دا سیمې منظمې او د یوه ښارګوټي په بڼه جوړې کړي او ورپسې یې په مناسبو شرایطو پر خپلو اصلي اوسېدونکو باندې وپلوري.»
عدلیې وزارت همداراز ټینګارکوي، چې د امارتي ځمکو د تثبیت او بېرته را ګرځولو بهیر په ټول هېواد کې دوام لري او دا مهال د زرګونه جریبه غصب شویو ځمکو دوسیې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون له لوري تر څېړنې لاندې دي.