د عامو افغانانو لپاره خونړی کال؛ د پاکستاني پوځ په بریدونو کې څه باندې ۶۰۰ ملکيانو مژګ‌ژوبله اوښتې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) د وروستي راپور له مخې، ۲۰۲۵ کال د افغان ملکي وګړو لپاره یو له تر ټولو خونړیو کلونو و.  د راپور پر بنسټ، د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې ۶۱۳ عامو افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې دا شمېره په تېرو ۱۵ کلونو کې بې‌سارې ښودل شوې ده.

د ملګرو ملتونو دفتر په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو درې میاشتو کې فرضي کرښې ته څېرمه ولایتونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبلې دوام درلود. په دې لړ کې کندهار کې تر ټولو زیاتو خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده؛ ۳۰ کسان وژل شوي او ۳۸۵ نور ټپیان دي.
په پکتیکا کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۳۰ ټپیان شوي، او په کابل کې ۹ وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.
په کنړ کې ۱ تن وژل شوی او ۱۶ ټپیان شوي، پکتیا کې ۶ ټپیان دي، او په خوست او هلمند ولایتونو کې یو- یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.


د ۲۰۲۵ کال په وروستیو درې میاشتو کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې شمېر

  • کندهار: ۳۰ وژل شوي، ۳۸۵ ټپیان – ټولټال: ۴۱۵
  • پکتیکا: ۲۵ وژل شوي، ۳۰ ټپیان – ټولټال: ۵۵
  • کابل: ۹ وژل شوي، ۳۷ ټپیان – ټولټال: ۴۶
  • کنړ: ۱ وژل شوی، ۱۶ ټپیان – ټولټال: ۱۷
  • پکتیا: ۶ ټپیان
  • خوست: ۱ وژل شوی، ۳ ټپیان
  • هلمند: ۱ وژل شوی، ۱ ټپي

د سیاسي چارو شنونکی حمیدالله مفید په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د دې راپور په تایید سره ویلي، چې په سرحدونو کې د پاکستاني پوځ د بریدونو له امله تر ډېره عامو افغانانو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او ټینګار یې کړی، چې دا ډول غیر انساني کړنو باید مخه ونیول شي.

مطالب بیشتر:  له برید څخه انکار او له رسوایۍ تېښته؛ د اسلام آباد دوه ګونی غبرګون

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ له‌خوا څو ځله داسې بریدونه شوي چې د هېواد ملکي او عام خلک یې په نښه کړي، ان ورزشکاران هم. په دې پېښو کې اصلي قربانیان ملکي وګړي دي، په ځانګړي ډول ماشومان او ښځې او دا یو څرګند حقیقت دی. اسلامي امارت د دا ډول تاوتریخجنو کړنو د جدي مخنیوي غوښتنه کوي.»

بل خوا، د چارو شنونکي په دې باور دي، چې د پاکستان پر وړاندې د فشار لپاره نړیواله اجماع نشته، او ټینګار کوي چې اوسني اقدامات د تاوتریخوالي د مهارولو لپاره بسنه نه کوي. د سیاسي چارو شنونکی روح‌الله هوتګ په دې اړه زیاتوي: «نړۍوال د پاکستان د کړنو مخنیوي لپاره اقدام نه کوي، ځکه چې دا هېواد د امریکا، چین او یو شمېر سترو قدرتونو لپاره ځانګړی جیوپولېټیک اهمیت لري.»

د ویلو ده، چې پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر میاشتې په ۹مه نېټه، د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف د افغانستان هوایي حریم نقض او پر پلازمېنه کابل یې برید وکړ، چې ورپسې د اسلامي امارت او پاکستاني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ د کرښې په اوږدو کې نښتې پراخې شوې. سره له دې چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ موقتي اوربند شوی و، خو پاکستان په ځلونو له اوربند سرغړونه وکړه او د دواړو لورو ترمنځ پیل شوي مذاکرات هم کومې پایلې ته ونه رسېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *