د شانګهای مشورتي غونډې پای؛ ترهګرۍ سره مبارزه او د اقتصادي همکاریو پراختیا

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان په اړه د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو دوه ورځنۍ مشورتي ناسته، نن پای ته ورسېده. د دې ناستې اصلي محور د شانګهای د غړو ترمنځ د افغانستان په اړه د همغږۍ او همکارۍ پیاوړتیا، او د دغه هېواد د امنیتي، اقتصادي او بشري ستونزو ارزونه وه.

د ناستې ګډونوالو ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید نوره هم پیاوړې، له اقتصادي شاتګ سره جدي مقابله او د افغانستان د روان بشري بحران د لا نازکېدو مخه ونیول شي. ګډونوالو پر دې هم هوکړه کړې، چې د یادو ستونزو د غوره مدیریت لپاره باید ګډ کار، سیمه‌ییزه همغږي او اغېزناک میکانیزمونه رامنځته شي.

د دې مشورتي غونډې په څنډو کې؛ ایران، پاکستان، روسیې او چین هم د افغانستان په اړه جلا ناسته کړې ده. په دې ناسته کې ټینګار شوی، چې څلور واړه هېوادونه به افغانستان سره له شته ستونزو د وتلو په برخه کې همکاي کوي.

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري د دې غونډې په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «هغه سیمه‌ییزې ناستې چې په تاجکستان کې جوړېږي، کولای شي له چین سره خبرو ته زمینه برابره کړي، تر څو د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره لازمې همکارۍ ترسره شي. ازبکستان هڅه کوي چې له همدې ناستو په ګټنې سره، د سیمه‌ییزو حل‌لارو په جوړولو کې فعال رول ولوبوي.»

په ورته وخت کې، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د افغانستان د ثبات، امنیت او اقتصادي ودې په برخه کې د دا ډول ناستو د اهمیت او اغېزمتیا په اړه داسې لیدلوری لري: د نړیوالو اړیکو شنونکی بلال فاطمي آفاق خبري آژانس سره په دې اړه خپل لیدلوری داسې بیانوي: «دا ناستې باید یو کمیسیون یا کمیټه رامنځته کړي چې له ترهګرۍ، په ځانګړي ډول له داعش سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې وي. په دې کمیټه کې باید افغانستان او د سیمې هېوادونه برخه ولري او فعال رول ولوبوي. دا کمیټه باید د سپوږمکۍ څار، ځمکني کنټرول، استخباراتي، امنیتي او بشپړ دفاعي ظرفیت درلودونکې وي.»

د سیاسي چارو شنونکی سید جواد سجادي بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د افغانستان جغرافیې او موقعیت ته په کتو، دا هېواد د شانګهای د همکاریو سازمان لپاره ډېر اهمیت لري او دغه سازمان هم غواړي چې د امنیت په برخه کې له افغانستان سره همکاري ولري.»

د افغانستان وضعیت په اړه د شانګهای همکاریو سازمان مشورتي ناسته، داسې مهال د غړو هېوادونو په ګډون سره ترسره کېږي، چې تر دې وړاندې هم د سیمې ډېری هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د افغانستان امنیتي او بشري وضعیت په اړه ناستې کړې، خو تر اوسه یې کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *