آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې سرپلټونکې ادارې (سیګار) په خپل وروستي راپور کې اعلان کړی، چې متحده ایالتونو د ۲۰۰۲ کال له پیل د ۲۰۲۱ تر نیمایي پورې د افغانستان بیارغونې لپاره څه باندې ۱۴۴.۷ میلیارده ډالر ځانګړي کړي وو، خو د یوه ثبات لرونکي او ډموکراټ دولت په جوړېدو کې ناکام شول. د سیګار راپور پر بنسټ، له دې پیسو څه باندې ۸۹ میلیارده ډالر د امنیتي برخې لپاره، شاوخوا ۳۶.۳ میلیارده ډالر د حکومتولۍ او پراختیا لپاره، ۹.۴ میلیارده ډالر د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې لپاره او ۴.۷ میلیارده نور د بشري مرستو لپاره ځانګړي شوي وو.
د سیګار د راپور په یوه برخه کې راغلي: «متحده ایالتونو تر ۲۰۲۵ کال پورې ټولټال ۱۸۴.۲ میلیارده ډالر د بیارغونې لپاره ځانګړي کړي وو. د دې پیسو ۶۰ سلنه د امنیتي برخې، ۲۴ سلنه د پراختیا برخې، ۵ سلنه د انساني مرستو لپاره او ۱۱ سلنه د عملیاتي لګښتونو لپاره ځانګړې شوې وې.»
په دغه راپور کې پراخ فساد، ناسمې پرېکړې، غیر واقعبینانه موخې، بېځایه جوړښتونه، د افغانستان په اړه د کافي معلوماتو نشتون او د جګړې دوام هغه عوامل بلل شوي چې دا ماموریت یې ناکامه کړی دی. سیګار زیاته کړې چې امریکا د فاسدو او د بشري حقونو د سرغړوونکو کسانو په ملاتړ او د پایدارو بنسټونو په جوړولو کې په پاتې راتلو سره، ستونزې لا ژورې او زیاتې کړې.
د سیګار د راپور په یوه بله برخه کې راغلي: «له فاسدو او د بشري حقونو له ناقضینو د واشنګټن ملاتړ او د پایداره بنسټونو په جوړلو کې پاتې راتلو ستونزې زیاتې کړې. که څه هم د افغان قوماندانانو د رهبرۍ کمزورتیا د ناکامۍ لامل و، خو دغې کمزورۍ د هېواد د امنیتي بنسټونو د جوړښتونو په چټک سقوط کې مهم رول درلود.»
د سیاسي چارو شنونکي باور لري، چې د تېرو شلو کلونو پر مهال د امریکا لګښتونه د افغانستان بیارغونې لپاره نه، بلکې په سیمه کې د خپلو سیاسي موخو ترلاسه کولو په پار وو. د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شېرزی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «امریکا د تېرو شلو کلونو حضور او یا حتا د تېرو ۵۰ کلونو د جګړې په جریان کې، تر ډېره بریده خپلې ځینې موخې ترلاسه کړې وې؛ خو د سيمې او نړۍ سترې سیالۍ چې د امریکا پر وړاندې موجودې وې، د واشنګټن پروګرامونه له ننګونو سره مخ کړل او امريکا یې له سخت او اندېښمن حالت سره مخ کړه.»
بلخوا د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې په دې پراخ فساد کې نه یوازې کورنیو عواملو، بلکي بهرنیو عواملو هم مهم رول درلود. د پوهنتون استاد سید معسود بیا په دې اړه زیاتوي: «له ۱۹۷۸ کال راهیسې، په ټوله کې ۳ ترېلیونه او ۳۲۵ ميليارده ډالر یا غلا شوي، یا ضایع شوي او یا یې په افغانستان کې هېڅ د پام وړ اغېز نه دی کړی. نو ځکه نن چې د ۱۴۴ ميليارده ډالرو خبره کېږي، دا یوازې د بیا رغونې د هغو “پروژو” یوه برخه ده؛ هغه پروژې چې نه یوازې کورنيو، بلکې بهرنیو عواملو یې هم په فساد کې لاس درلود.»
د ویلو ده چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یوولسمې له پېښې وروسته، امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او بیارغونې په پار، پر افغانستان برید وکړ. دغې جګړه شل کاله دوام وکړ او بالاخره د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې امریکا له افغانستانه ووتله. دا جګړه چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ګڼل کېږي، د افغانستان لپاره یې هم ویجاړوونکې پایلې درلودې.
