د سیمې د نا امنه کولو پروژه؛ آیا پاکستان د امریکا د لاس آله ده؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایران له دولتي رسنۍ صدا و سیما سره په مرکه کې ویلي، چې پر افغانستان وروستی برید د پاکستان یوې ځانګړې پوځي کړۍ چې د یاد هېواد د حکومت او خلکو تایید له ځان سره نه لري ترسره کړی دی.

د ښاغلي مجاهد په وینا، د سیمي د نا امنه کولو لپاره د بهرنیو لاسونو د ښکیلتیا احتمال هم شته او دا دنده پاکستان ته ورکړل شوې. خو اسلامي امارت هڅه کوي، چې د داسې موخو مخه ونیسي.

مجاهد ټینګار وکړ، چې د پاکستان تحریک طالبان افغان خاوره کې فعالیت نه لري، او له دې خاورې ګواښونه د افغانستان په غاړه دي، خو د پاکستان ناکامي باید د یاد هېواد د پوځ له لوري مدیریت شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي:« افغانستان د جګړې پیلونکی نه دی او موږ غواړو تلپاتې اوربند ولرو، خو په دې وروستیو کې د پاکستان له خوا شوی تیری د افسوس وړ وو، موږ باور لرو چې د پاکستان خلک او حکومت د دې تیري غوښتونکي نه وو، خو په پاکستان کې یوه ځانګړې پوځي کړۍ شته چې له بده مرغه داسې اقدام یې کړی او طبیعي ده موږ دا حس کوو چې ښايي په دې قضیه کې د بهرنیو لاسونه وو. دا ماموریت د سیمې د نا امنه کولو لپاره ورکړل شوی وو. موږ هڅه کوو چې دوی بریالي نه شي او پاکستان هم درک کړي، چې د لویو قدرتونو د سیاستونو قرباني نشي او سیمه بې ثباته نه کړي.»

ښاغلي مجاهد د خپلو خبرو په دوام کې د افغانستان پر فضا د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د ګزمو په تایید سره ویلي، چې یو شمیر بې پیلوټه الوتکې د ګاونډیو له فضا په تیریدو، د افغانستان هوايي حریم ته راننوځي.

هغه ټینګار وکړ، چې دا د افغانستان له هوايي حریم سرغړونه ده او اسلامي امارت په بیړه ددې پروازونو د دریدو غوښته کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي:« بې پیلوټه یا امریکایی ډرون الوتکې دي، چې د امارت اسلامی له بیا واکمنیدو راهیسې د افغانستان په هوایی حریم ګزمه کوي او مونږ خواشیني یو، چې د ځینو ګاونډیو هېوادونو له هوايي حریم تیریږي او افغانستان ته دننه کیږي. موږ غواړو چې دا الوتنې ژر تر ژره ودروي، دا د افغانستان له هوایی حریم سرغړونه ده چې باید مخه یې ونیول شي.»

د اسلامي امارت ویاند د بګرام هوايي اډې په تړاو د امریکا د ولسمشر څرګندونو ته په اشارې وايي، چې اوسمهال په دې اډه کې امریکایان او چینایان نشته او اسلامي امارت اجازه نه ورکوي، بهرني ځواکونه افغانستان کې ځای پر ځای شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي:« نه امریکایان بګرام ته راغلي او نه هم چينايان. موږ اجازه نه ورکوو چې بهرني ځواکونه، د هر هېواد چې وي افغانستان ته راشي او دلته مرکز ولري. په دې برخه کې نه زموږ ولس او نه هم حکومت موافق دی. شایعات د دې لپاره وو چې د خلکو نظرونه بوخت کړي او اندېښنې رامنځته کړي، زه دا موضوعات ردوم.»

ښاغلي مجاهد داعش ډلې ته په اشارې وویل، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، امنیتي ځواکونو دا ډله ځپلې او اوسمهال له دې ډلې افغانستان یا ګاونډيو هېوادونو ته یې هیڅ ګواښ نشته.

هغه زیاته کړه، افغانستان کولای شي، چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې کنټرول کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي:« په دې برخه کې دوه موضوعات شته، یوه دا چې داعش د اسلامي امارت له واکمنۍ مخکې په افغانستان کې شتون درلود، مرکزونه او ځالې یې درلودې او حتی د افغانستان د نا امنه کولو لپاره جوړې شوې وې او دغه هېواد یې هم نا امنه کړی وو، خو د اسلامي امارت له بریا وروسته په پریکنده ډول د داعش پر وړاندې مبارزه وشوه. د افغانستان امنیتي ځواکونو داعش ډله په کلکه وځپله او د هغوی د خوځښت مخه یې ونیوله. اوس داعش نه د افغانستان خلکو لپاره ګواښ دی او نه هم د سیمې هېوادونو لپاره.»

ښاغلي مجاهد د خپلو خبرو پای کې د هلمند حقابې په اړه په ټینګار سره وویل، چې د اوبو د کمښت د وچکالۍ او بارانونو کموالي له امله رامنځته شوی دی او د کافي اوبو په شتون کې به د ایران د اوبو حق تامین وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *