د سپټمبر ۱۱مې ته د ا.ا غبرګون؛ دا برید یوه پلمه او تر شا یې نورې موخې وې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د سپټمبر د ۱۱ پېښې له ۲۴ کلیزې سره هم مهاله د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې پېښې په تړاو ویلي چې دا پېښه په افغنانو پورې هيڅ تړاو نه لري او امریکا پر افغانستان د یرغل لپاره د پلمې په توګه وکاروله. د ښاغلي مجاهد په وینا واشنګټن تکل درلود د افغانستان له جغرافیوي موقعیت څخه په ګټنې پر خپلو نړیوالو سیالانو فشار راوړي. نوموړي زیاته کړه د افغانانو مقاومت او مبارزه لامل شوه، چې امریکا تر دوو لسیزو نظامي حضور وروسته ماتې وخوري او خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

ذبیح الله مجاهد په دې اړه په یوه غږیز پیغام کې وایي: «د سپټمبر یوولسمې قضیه چې امریکا کې پېښه شوه، دا افغانانو پورې هېڅ اړه نه درلوده او دا داسې پېښه وه، چې د افغانستان له پولې د باندې ترسره شوې، هغه امکانات چې هلته کارېدلي، ټول یې له افغانستانه د باندې وو، افغانستان په هغه زمانه کې دا توانایي نه درلوده، خو متاسفانه امریکا له دې بهانې په استفادې پر افغانستان یرغل وکړ او هغه ناکام یرغل شل کاله دوام وکړ، افغانان یې ډېر وربړول، ویې کړول او بېځایه د افغانستان په خلکو ظلم او زیاتی وشو. خو بیا امریکا هم نتیجه ونه لیده او نتیجه یې دا وه، چې دلته یې ماتې وخوړه. زموږ په باور امریکا دا پېښه یوه بهانه وه، امریکا غوښتل افغانستان په دوامداره توګه اشغال کړي او له دې هېواده د سیمې کنټرول په لاس کې واخلي او خپل رقیبان یو ډول تهدید کړي او د افغانستان سرشاره منابعو ته لاسرسی پیدا کړي، خو الحمدلله دوی له ټولو امکاناتو سره سره د افغانستان د مجاهد ولس له مبارزې او استقامت سره مخ شول او په دې توګه یې له شل کلن حضور وروسته، ماتې وخوړه او له افغانستانه ووتل.»

خو پوښتنه دا ده چې د سپټمبر د ۱۱ له پېښې ۲۴ کاله وروسته او پر افغانستان یې پایلو ته په پام، آیا ویلی شو چې پر افغانستان د امریکا برید له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره وه که په سیمه کې د واشنګټن د جیوپولیتیکي او سټراټیژیکي موخه لپاره؟

پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج بیا د سپټمبر ۱۱مې پېښې په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «د سپټمبر ۱۱مې یوه تراژيکه پېښه وه او همدارنګه دا د امریکا او د هغې د متحدینو لپاره یوه پلمه وه، چې د افغانستان او عراق په څېر ستراتیژیکې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي. عراق چې یوه ډېره مهمه سیمه وه، که چېرې اشغال شوی نه وای، نو نه به د امریکا بریا په سیمه کې ترلاسه شوې وای، نه به یې پر ایران فشار زیات شوی وای، او نه به یې پر اسرائیل اغېز کړی وای. له دې سره سره، د شمالي افریقا هېوادونه، عربي هېوادونه او د افغانستان موضوع هم د سیمه‌ییزو سیالیو او د چین او ایران د نفوذ د محدودولو له امله تر اغېز لاندې راغله. دا کړنې د وېرې، د انسانانو د مرګ‌ژوبلې، او ټولنیزو ستونزو د زیاتېدو لامل شوې، خو یرغل کوونکو او اشغالګرو هېوادونو له دې ډېرې ګټې واخیستې.»

د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمن شمال بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د امریکا متحده ایالاتونه څو کاله وړاندې د افغانستان نیولو او یا برید کولو په لټه کې وو او وروسته یې د څلوېښتو نورو هېوادونو پښې هم ورکش کړې. هغوی د تروریزم پر ضد د مبارزې او د القاعده د مشر د وژلو په شعار افغانستان ته راغلل، په داسې حال کې چې د القاعده مشر په پاکستان کې ووژل شو، خو بیا هم د امریکا او ناټو پوځی حضور په افغانستان کې دوام پیدا کړ. دا حضور نه یوازې جګړه ختمه نه کړه، بلکې د تاوتریخوالي د دوام سبب هم شو.»

دا په داسې حال کې ده چې نن په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱ د بریدونو له ۲۴ کلیزې سره برابره ده، هغه پېښه چې له څلورو تښتول شویو الوتکو څخه دوو هغو یې په نیویارک کې د نړیوالې سوداګرۍ برجونه موخه وګرځول، او یوه یې په واشنګټن کې د پنتاګون له ودانۍ سره وجنګول شوه. څلورمه الوتکه هم موخې ته له رسېدو مخې په پنسلوانیا کې رانسکوره شوه. امریکا او د ناټو ملګرو یې له دغه برید وروسته په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان برید وکړ او په دغه هېواد کې یې نږدې دوه لسیزې نظامي حضور وموند.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *