د سرپرست حکومت په ځینو ادارو کې تازه ګومارنې شوې

د سرپرست حکومت په ځینو ادارو کې تازه ګومارنې شوې

اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ په حکومتي ادارو کې ځینې بدلونونه راغلي دي.
د ښاغلي مجاهد په وینا، د تخار پخوانی والي عبیدالله امین زاده، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو د مرستیال په توګه، د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ پخوانی مرستیال ضیاءالرحمان آریوبي د لوړو زده کړو وزارت د علمي مرستیال په توګه، د افغانستان بانک د ارزونې پخوانی آمر عبدالرحمان قانت د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ د مرستیال په توګه ګومارل شوي دي.

نوموړي همداراز زیاته کړې چې د کندهار پخوانی امنیه قومندان سمیع‌الله حزب‌الله، د تخار د والي په توګه، د هلمند پخوانی والي عبدالاحد طالب، د کندهار امنیه قومندان په توګه او د لوړو زده کړو پخوانی علمي مرستیال لطف الله خیرخواه د افغانستان بانک د ارزونې د آمر په توګه ټاکل شوي دي.

که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د دې بدلونونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې په حکومتدارۍ کې ادلون بدلون یوه عادي پروسه ده او دا بدلونونه د کاري بهیر د لا ښه والي لپاره ترسره شوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد