د ۱۴۰۳ لمریز کال د کب ۱۲مه، تورخم کې یو ځل بیا د اسلامي امارت او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ ډزې تبادله شوې او دې چارې د دواړو هېوادونو سرحدي ترینګلتیاوې لا زیاتې کړې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې د (یکشنبه، کب ۱۲مه) نښته د شپې په ۱۲:۰۰ بجو پیل او د سهار تر ۱۱:۰۰ بجو یې دوام وکړ.
تر لنډې دمې وروسته، پرون شپه ۱۰:۰۰ یو ځل بیا دواړو لورو پر یو بل ډزې وکړې. په ټولنیزو رسنیو کې ځینو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د تېرې شپې په نښته کې پاکستاني او افغان ځواکونو له سپکو او درنو وسلو کار اخیستی دی.
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې په دې نښته کې یو افغان سرتېری وژل شوی دی. پاکستان کې هم یوې امنیتي سرچینې د درېیو ملکیانو او یوه پوځي ټپي کېدل تایید کړي دي.
د تلفاتو شمېرې؛ څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې؟
د مسوولینو معلوماتو او سیمهییزو سرچینو راپورونه په ډاګه کوي، چې په دې نښته کې دواړو لورو ته تلفات اوښتي دي.
باختر خبري آژانس د (دوشنبه، کب ۱۳مه) راپور ورکړی، چې دې نښتې په وقفهیي ډول د څو ساعتونو لپاره دوام درلود. د باختر آژانس په راپور کې راغلي: «تېره شپه ۱۲:۳۰ پاکستاني ملېشو د افغانستان پر سرحدي ځواکونو هغه مهال ډزې وکړې، چې افغان ځواکونه تورخم ته څېرمه د یوې پوستې په جوړولو بوخت وو، چې ورپسې افغان ځواکونو غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ.»
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه غږیز پیغام کې آفاق خبري آژانس ته ویلي، چې په دې نښتو کې یو افغان سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي قانع زیاته کړه: «جګړه پاکستاني لوري پیل کړه. زموږ سرحدي پولیسو لومړی هڅه وکړه، چې ستونزه د تفاهم او اړیکې له لارې حل کړي، خو هغوی (پاکستاني ځواکونو) غوږ ونه نیوه او د جګړې هڅه یې وکړه. د اسلامي امارت ځواکونه اړ شول، دفاعي ځواب ورکړي او په پایله کې د پاکستاني لوري څو پوستې له منځه لاړې او تلفات هم لري.»
بلخوا، پاکستاني سرچینو ویلي، چې په دې نښته کې درې پوله ساتي ځواکونه او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.
راپورونه همداراز په دې نښتو کې د یوې باروړونکې لارۍ د چلوونکي وژل کېدل هم تاییدوي.
د نښتو لامل؛ ولې ترینګلتیاوې زیاتېږي؟
داسې ښکاري چې دا ترینګلتیاوې تر سرحدي اختلافاتو ورها خوا ژورې ریښې لري؛ مګر د دې پایلې به د دواړو ګاونډیو لپاره څه وي؟
په تېرو درېېو کلونو کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې کومه نوې خبره نه ده، بلکې له دې مخکې هم ورته نښتې شوې دي.
د دغو نښتو ریښې بېلابېل اړخونه لري، خو داسې انګېرل کېږي چې د دغو نښتو اصلي لامل په سرحدي سیمو کې د پوستو جوړول، د پاکستاني چارواکو لهخوا په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د فعالیتونو تورونه او د پاکستان هوایي او توغندیز بریدونه دي، چې تر ډېره یې د افغانستان سرحدي سیمې په نښه کړې دي.
خو اسلامي امارت په ځلونو د پاکستاني لوري هغه تورونه، چې ګواکې افغانستان کې (ټي ټي پي) فعالیت او شتون لري، رد کړي او دا یې د اسلام آباد کورنۍ ستونزه بللې ده.
پاکستان له هرې سرحدې نښتې وروسته، هڅه کړې چې دروازې، په ځانګړي ډول تورخم دروازه د تګ راتګ پر مخ وتړي.
داسې انګېرل کېږي، چې پاکستان په جبري توګه د کډوالو ایستلو ترڅنګ، د دروازې په تړل کېدو سره غواړي، پر اسلامي امارت فشار راوړي او دا چاره یې د فشار د دویم آفشن په توګه غوره کړې ده.
که څه هم، پاکستاني چارواکو څو ځله د خپلو غوښتنو د منلو په پار، د فشار په توګه له دې وسیلو کار اخیستی، خو ښکاري چې دې چارې هم کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې.
د سرحدي ترینګلتیاوو پایلې؛ له سوداګرۍ تر امنیت
له اقتصادي پلوه، سرحدي ترینګلتیاوو او ورپسې د دروازو بندېدو د دواړو هېوادونو سوداګرو او عامو خلکو ته پراخ مالي زیانونه اړولي دي.
وروستیو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي د تورخم دروازې د تړل کېدو په تړاو ویلي وو، چې د دروازې تړل کېدو یوازې په اتو ورځو کې دواړو خواوو ته لس میلیونه ډالر زیان اړولی دی.
له امنیتي پلوه، د نښتو زیاتوالی د دواړو هېوادونو او آن د ټولې سیمې امنیت او ثبات له ننګونو سره مخ کولی شي. ښایي له دې ترینګلتیاوو، په دواړو هېوادونو کې فعالې ډلې او سیمهییز سیالان خپلو موخو ته د رسېدو په پار ګټه واخلي.
له سیاسي پلوه هم د دغو ترینګلتیاوو دوام کېدای شي د کابل – اسلامآباد اړیکې لا ډېرې کړکېچنې کړي، چې ظاهراً به د هېڅ لوري په ګټه نه وي.
داسې ښکاري چې د سرحدي ترینګلتیاوو له امله هر ځل دواړو لورو ته پر ځاني او مالي تلفاتو او دروازو بندېدو سربېره، د کابل او اسلام آباد ترمنځ په اړیکو کې هم ژور درزونه رامنځته کړي دي.
د دې امکان شته چې د لفظي شخړو ترڅنګ، د سرحدي نښتو او د ډیپلوماتیکې بېباورۍ زیاتېدل د دواړو هېوادونو او آن د ټولې سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړي او دا چاره دوه اړخیزې اړیکې لا کمزورې کولي شي.
پر دې ټولو مسایلو سربېره، آیا خبرې اترې کولای شي د کابل – اسلامآباد ترمنځ د سرحدي ترینګلتیاوو لګېدلی اور کابو کړي او که به لا زیات شعلهور شي. ؟
داسې ښکاري چې د اسلامي امارت مشران او د اسلامآباد واکمن یو انتخاب په مخکې لري: د خبرو له لارې د ترینګلتیا حلول، که د نښتو دوام؟