د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته لاړ

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته لاړ

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته رسېدلی او د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال سره یې کتلي دي.
د رياست الوزراء د اقتصادي معاونيت د خبرپاڼې له مخې، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراخوالي او همدارنګه د ازبکستاني سوداګرو له لوري په افغانستان کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال له خولې راغلي، چې تاشکند د دواړو هېوادونو پر پوله د يوه ګډ سوداګریز زون د جوړولو لپاره چمتووالی لري. په دې زون کې به د ځنغوزیو او پنبي د پروسس فابريکې، د بسته‌بندۍ او لوژستيک مرکزونه، او د یو شمېر خوراکي موادو تولیدي کارخونې جوړې شي.
جمشید خواجه‌اف ویلي، چې ازبکستاني پانګه‌وال چمتو دي، چې له اسلامي امارت سره د افغانستان د تېلو او ګازو په موندلو او استخراج او په سمنګان ولايت کې د سیمټو کارخونې په جوړولو کې مرسته وکړي.

نوموړي همداراز زياته زیاته کړې، چې د فارياب ولايت د طوطي‌ميدان د ګازو د اکتشاف په برخه کې ښه پرمختګ شوی او ژر به د دې پروژې د استخراج چارې پيل شي.
خبرپاڼه کاږي، چې ملا عبدالغني برادر د ازبکستان له وړانديزونو هرکلی کړی او ازبکستاني لوري ته یې په یادو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

په دې سفر کې له ښاغلي برادر سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدايت‌الله بدري، د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت سرپرست حميدالله آخندزاده، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري، د کرنې، د افغانستان بانک رییس انور احمد آغا، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو مرستیال عبدالمتين سعيد او د رياست الوزراء د اقتصادي معاونيت د سکتوري ادارو استازي مل دي.
د دې سفر موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سياسي، اقتصادي، سوداګريزو او ټرانزيټي اړيکو پراخول او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې جلبول دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد